تازه خبرونه

شمالي وزيرستان کښې بدامنۍ خلاف جرګه، علاقه کښې نوي پوځي آپريشن شورو کولو مخالفت، خېبرضلع کښې بدامنۍ خلاف احتجاج

لکي مروت ۔ ډيره اسماعيل خان کښې ترهه ګرو خلاف عملياتو دوران 4 شرخوښي وژلي شوي،بنو کښې مقامي خلکو او ترهه ګر نښته،يو تن مړ شوے
شمالي وزيرستان کښې بدامنۍ خلاف جرګه، علاقه کښې نوي پوځي آپريشن شورو کولو مخالفت، خېبرضلع کښې بدامنۍ خلاف احتجاج

وزيرستان،خېبر ضلعو کښې بدامنۍ خلاف احتجاجونه

د شمالي وزيرستان په ميرعلي علاقه کښې د اتمانزئۍ قام لويه جرګه شويده چې پکښې زرګونو شمير کښې خلکو ګډون کړې وو۔ دا جرګه په شمالي وزيرستان کښې بدامنۍ پيښو کښې د اضافې خلاف رابللي شوي وه، جرګې ته د اتمانزئۍ قام مشرانو ووئيل چې دوي په يو اتفاق په ميرعلي او نورو علاقو کښې د ممکنه پوځي آپريشن خلاف دي او حکومت له د دې اجازت نشو ورکولے ۔ د جرګې د مشرانو وينا وه چې د اولس تحفظ د رياست ذمه واري ده مونږ د جنګونو نه تنګ شوي وو علاقه کښې امن غواړو۔ د جرګې مشرانو زياته کړيده چې حکومت دې د ترهه ګرو خلاف څه قسمه نوي عمليات نه شورو کوي که چرې په دې حواله څه فيصله شوي وي نو پکار ده چې په دې پاليسۍ دې نظر ثاني وکړې شي ۔

د جرګې ترجمان مفتي بيت الله خبري ادارو ته وئيلي دي چې په جرګه کښې مشرانو فيصله کړيده چې هيڅ صورت کښې به د علاقې نه کډې ونه کړو۔ د هغه وينا وه که چرې د جرګې د فيصلو خلاف چا خپل کور يا دوکان پريښودو او نورو علاقو ته منتقل شو نو په دې کسانو به لويه جرمانه لګولي شي ۔ دا جرګه په داسې حال کيږي چې چې د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په رنګ په شمالي او جنوبي وزيرستان کښې هم امنيتي صورتحال خراب شويدي په عام وګړو او په خصوصي توګه سيکيورټي فورسز باندې فتنه هند مرستيال ترهه ګرو بريدونو کښې تير څو ورځو راهسې سيوا والې راغلې دے ۔

خېبرضلع کښې امن مارچ

د خېبر ضلعې په تيراه وادۍ کښې هم په زرګونو شمير کښې خلکو د بدامنۍ خلاف لويه احتجاجي مظاهره کړيده، احتجاج ته د سيمي سياسي ، قبائيلي مشرانو او عالمانو د ترهه ګرو حملو او ټارګټ کلنګ پيښو کښې په اضافه د تشويش اظهار کړېدے ۔ د مقامي مشرانو وينا وه چې علاقه کښې څو وارې د ترهه ګرو خلاف کارروائيو نه پس هم امن نه قائميدل د سيکيورټي اهلکارو په کارکردګۍ سواليه نښه ده ۔ دوي د حکومت نه مطالبه وکړه چې د اولس ژوند تحفظ دې هر حال کښې يقيني کړي ۔

فتنه هندمرستيال ترهه ګرو خلاف عمليات

د بنو په سردي خيل علاقه کښې مقامي خلکو د امن کميټۍ مشر ملک عيد نواز د تښتولو کوشش ناکامه کړېدے ، د بنو ډي پي او بيان ترمخه ترهه ګرو د دوه فريقينو ترمينځ روغې جوړې لپاره رابللي شوې جرګه باندې حمله کړي وه او د ځائې امن کميټۍ مشر ملک عيدنواز د تښتولو کوشش ئې کوله، جرګه کښې ناست کسانو د ترهه ګرو دغه کوشش ناکامه کړېدے دې دوران ترهه ګرو سره ډزو تبادله کښې يو تن شهيد او پنځه کسان ژوبل شويدي ۔ لکي مروت کښې د ترهه ګرو خلاف د پوليسو او سي ټي ډي اهلکارو مشترکه کارروائۍدوران د کالعدم تنظيم درې شرخوښي وژلي شويدي، د پوليسو وياند عامرخان وئيلي دي چې دا کارروائي بهټاني نهر سره نزدې علاقه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع شوي وه،د وژلي شوي کسانو کښې د کالعدم تنظيم ټيپو ګل ډلې سره وو او دوي درې ورځې مخکښې ټريفک پوليس دوه اهلکار په ډزو شهيد کړي وو ۔ ډيره اسماعيل خان کښې هم پوليسواو سي ټي ډي يوې کارروائۍ په وخت بن يامين نومي ترهه ګر وژلې دے ۔ د پنجاب په تونسه شريف علاقه کښې هم سيکيورټي اهلکارو د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف لټوني عمليات کړي او د ډزو د تبادلې دوران ئې پنځه شرخوښي وژلي دي

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *