تازه خبرونه

د کارګل جنګ هيرو کرنل شيرخان 26 يوم شهادت،حکومتي او پوځي مشرانو شهيد ته د عقيدت پيرزونې وړاندي کړېدي

کارګل جهګړه کښې د هند پوځ قيادت کونکي بريګيډيئر مهندر پرتاب سنګ باجوه هم د شهيد کرنل شيرخان د بهادرۍ اعتراف کړي وو
د کارګل جنګ هيرو کرنل شيرخان 26 يوم شهادت،حکومتي او پوځي مشرانو شهيد ته د عقيدت پيرزونې وړاندي کړېدي

کرنل شيرخان نرتوب،دښمن په مورچو قبضه کولو کښې ناکامه

په کال 1999 کښې د سياچين په مقام د پاکستان او هند ترمينځ کارګل جهګړه شوي وه،جنګ د مئي په مياشت کښې هغه مهال شورو شوي وو کله چې هند د پاکستان په پوځي مورچو حمله وکړه ،دا جنګ درې مياشتې جاري وو چې پکښې هند د برترين شکست سره مخ شوي وو او پاکستان د دښمن پوځ درې الوتکې تباه کړې وې، د درنې مرګ ژوبلې نه پس دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ معاهده شوي وه ۔

جنګ دوران هند پوځ د پاکستان دفاعي لائنونه کراس کړي وو،دښمن پوځ نه خپل حدود واپس اخستو لپاره د ټائيګر هل کمانډر کرنل شيرخان ښه په نره د هند د پوځ مقابله کړي او د شهادت درجه ئې ترلاسه کړي وه ۔ د کرنل شيرخان چې تعلق د صوابۍ د نوي کلي سره وو، د سياچين په محاذ د بهادرۍ مظاهره کولو په صله کښې کرنل شيرخان له د شهادت نه پس د پاک پوځ د ټولو لوئې اعزاز نشان حيدر ورکړي شوي وو۔

د هغه د شهادت نه پس حکومت د صوابي نوي کلي نوم بدل کړې او کرنل شيرخان کلي نوم ئې ورله ورکړې وو۔ کارګل جنګ کښې د هند د پوځ قيادت کونکي بريګيډيئر مهندر پرتاب سنګ باجوه هم دې جنګ کښې د شهيد کرنل شير خان شهيد د بهادرۍ اعتراف کړې وو۔


حکومتي مشرانو او پوځي قيادت کرنل شيرخان شهيد ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کړيدي، آئي ايس پي آر بيان ترمخه کرنل شير خان شهيد دښمن مخي ته د اوسپني ديوال ثابت شوي وو،د ملک دفاع لپاره د هغه قرباني د نه هيريدو ده، پاک پوځ او ټول قام خپل قامي هيرو ته سلام وړاندې کوي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *