تازه خبرونه

شمالي وزيرستان کښې د افغانستان نه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو پاکستان ته داخليدو کوشش ناکامه،جوابي کارروائۍ دوران ګڼ شمير ترهه ګر وژلي شوي

د سيکيورټي انديښنو لوجې جنوبي وزيرستان کښې کرفيو لګولي شوي،خلکو ته کورونو پورې محدود پاتې کيدو هدايت
سيکيورټي فورسز کامياب عمليات،افغان پولې نه پاکستان ته ترهه ګرو داخليدو کوشش ناکامه

افغانستان نه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو دراندازۍ کوشش ناکامه

د خېبرپښتونخوا ضم ضلعو کښې ورځ تر بله بدامنۍ واقعاتو کښې سيوا والي راغلې، د شمالي وزيرستان په حسن خيل شوال وادۍ کښې د افغانستان د طرف نه د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو پاکستاني حدود ته داخليدو کوشش ناکامه کړي شوېدے ۔ امنيتي سرچينو ترمخه خواؤ شا 30 ترهه ګر پاکستان ته داخليدو لپاره په پوله لګولي شوي ازغن تار کټ کړې وو،ترهه ګر چې کله پاکستاني حدود ته داخل شول نو سيکيورټۍ فورسز د دې خلاف جوابي کارروائي وکړه ۔

په دې موقع د سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو تبادله هم شوي وه چې پکښې د اوولس شرخوښو د وژنې اطلاعات دي ۔

سيکيورټي فورسز د فتنه هند په ضد دا کامياب عمليات په داسې مهال کړيدي چې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کښې د ترهه ګرو په حملو کښې تير څو ورځو راهسې اضافه راغلې ده بلخوا د سيکيورټي انديښنو لوجې کوز او بره جنوبي وزيرستان کښې کرفيو لګولي شويده، ضلعي انتظاميې لخوا جاري شوي نوټيفيکشن ترمخه کرفيو دوران به ټول بازارونه او د تګ راتګ لارې بندې وي،د ګاډو او موټرسائيکلو په چلولو هم بنديز دے ،د کرفيو خلاف ورزي کونکو خلاف د سختې کارروائۍ خبردارې ورکړي شوېدے ۔ بنو تعلیمی بورډ د سيکيورټي د خطرو لوجې د نهم او لسم دوه پاتې شوې پرچې ملتوي کړيدي، د بورډ چيئرمين لخوا جاري شوي بيان ترمخه د ميټرک نورې پرچے شويدي ولې دوه پرچې پاتې وي چې کله حالات ښه شي نو د دې پرچو ډيټ شيټ به جاري کولې شي ۔

Related Articles

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

په ټي ټي پي کې داخلي اختلافات زیات شوي؛ د کرک قوماندان کلیم الله سیف العمر د شخړې وروسته د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوی دی

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د ځینو بشري حقونو تنظیمونو پروپاګنډ افشا کړ او پر ټولنیزو رسنیو یې سخت غبرګونونه راپورته کړل

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *