څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د آیی آر ایس( انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز) له لوري د پاک افغان اړیکو نوي اړخونه په موضوع د یو سیمینار تابیا شوې وه ، سیمینارته یو شمیر سیاسي، سفارتي او د تجارت سره تړلي مشرانو ویناوې وکړي
د غونډې ګډون والو ته د غونډې ځانګړي میلمه، د جماعت اسلامي پاکستان پخواني مرکزي امیر، پخواني سېنېټر او پخواني سینئر صوبایي وزیر سراج الحق وویل چې افغان ولس په ۱۹۱۹ کې د برتانوي استعمار، په ۱۹۷۹ کې د روسي استعمار او په ۲۰۰۱ کې د امریکایي سامراج په مشرۍ کې نېټو ځواکونو ته ماتې ورکړه او دا یې ثابته کړه چې دا سیمه د هیچا هم غلامه نه شي پاتې کیدلې
هغه زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د بې باوریو واټن ختمېدو ته اړتیا ده او دواړه هېوادونه باید د پرمختګ، سوداګرۍ، تعلیم او روغتیا په برخو کې یو بل سره د شریکانو په توګه کار وکړي ، هغه ټینګار وکړو چې دا کار به د دواړو هیوادونو په ګټه تمام شي
سراج الحق وړاندیز وکړ چې د پېښور او تورخم ترمینځ د اورګاډي پټلۍ دې بیا فعاله او تر افغانستان پورې وغځول شي، افغانانو ته دې ځانګړي پېژندپاڼې ورکړل شي او د دواړو هېوادونو وګړو ته دې د اسنادو په لرلو سره د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړل شي
هغه وویل چې پاکستان او افغانستان دوه خپلواک ګاونډیان دي چې د مذهب، کلتور، ژبې او جغرافیه په تاریخي اړیکو تړلي دي. د دواړو هېوادونو یو بل ته نزدې والې او دوستي نه یوازې د دې هېوادونو په ګټه ده بلکې دې سره به ټوله سیمه او اولس د پرمختګ په نوې لارو مزل وکړي او دا سیمه به زیات پرمختګ وکړي
هغه زیاته کړه چې دا حقیقت هېڅوک نشي ردولی چې پاکستان د هرې سختې مرحلې په وخت کې د افغانانو مرسته کړې ده،هغوی زیاته کړه چې په افغانستان کې ثبات او امن د افغانانو ترڅنګ د پاکستان په ګټه کې دې. هغه وویل چې پاک افغان پوله یوه تسلیم شوې حقیقت دی او دا د شخړې وړ ګرځولو کومه هڅه یا دسیسه منل کېدونکې نه ده. د پختونستان خبره یوه مړه موضوع ده چې بیا راژوندي کولو هڅې به ی ناکامه شي






سراج الحق وویل چې افغانانو د امریکایي سامراج، پاکستان د اکھنډ بهارت او ایران د ګریټر اسرائیل عزایمو ته ماتې ورکړه او د اسلامي نړۍ د رښتینې مشرتابه حق یې ادا کړو. هغه وویل چې افغانستان، پاکستان، ایران او ترکیه په ګډه نه یوازې د اسلامي نړۍ مشري کولی شي بلکې د دې سیمې برخلیک هم بدلولی شي
د افغانستان قونصل جنرل حافظ محب الله سیمینار ته په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان او افغانستان تر ټولو لومړی تړون د اسلام دی او د افغان ولس اوس هم د پاکستاني وروڼو قربانۍ په یاد ده. نوموړي نیوکه وکړه چې امریکا د شل کلن قبضې په وخت کې نه روغتونونه جوړ کړل او نه یې په تعلیم او روغتیا کې پرمختګ راوستلو
هغه زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه کولو لپاره یوازې حکومتونه نه بلکې د د دواړو هیوادونو سیاسي مشران، عالمان، سوداګر، پوهان، خبریالان، لوبغاړي، شاعران، لیکوالان او هنرمندان هم د دواړو ګاونډي هیوادونو د اړیکو په ښه کولو کې یو مهم رول لوبولی شي
د پاک افغان جوائنټ چیمبر آف کامرس مرستیال ضیاء الحق سرحدي په دې موقع وویل چې د پاک افغان تجارت حجم چې مخکې ۲.۵ اربه ډالر وو، زیاته ی کړه چې د کړکیچونو له امله وس دا تجارت ۸۰ کروړه ډالرو ته را ټیټ شوی دی. هغه ټینګار وکړو چې اوس ورو ورو دوه اړخیزه سوداګري د ښه کېدو په لور روانه ده. هغه غوښتنه وکړه چې د ټرانزټ تجارت، ویزه پالیسي او بارډر منیجمنټ دې ښه کړې شی چې د سوداګرو او ډرایورانو ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي
څیړونکي او خبریال محمود جان بابر او د آیی آر ایس مشر ډاکټر محمد اقبال خلیل په دې اتفاق وکړو چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو له په کار دي چې په سفارتي کچه اړیکو ښه کولو سره سره په ولسۍ کچه هم اړیکو ته وده ورکولو لپاره کار وکړوي، دوی زیاته کړه چې تعلیم ، صحت او کلتوري برخو کې دې ګډه تګلاره خپله کړې شي چې په سیمه کې پوخ امن او پرمختګ باوري شي