شمالي وزیرستان کښې په سيکيورټی اهلکارو د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو ځانمرګی بريد،13 اهلکار شهيد،د جوابي کارروائې دوران 14 ترهه ګر وژلی شويدی

شمالي وزیرستان عمليات,څوارلس ترهه ګر وژلی شويدی

1 min read

سیاسی او عسکري قیادت ملک نه د ترهه ګرۍ خاتمے عزم کړې

مير علی حمله،شهيدانو جنازه کښې د فيلډ مارشل شرکت

June 29, 2025

ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور د ختمولو لپاره ټول قام متحد دې، په هر صورت کښې به د ترهه ګرو او د دوی د سهولت کارو خاتمه کوؤ ،فيلډ مارشل عاصم منير

د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلی شويدی چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کښې د هند پراکسی ترهه ګرو د سيکيورټی اهلکارو په ګاډي خود کش چاودنه کړې وه . ډ دې حملے منصوبه بندی ترهه ګر هيواد هند جوړه کړې وه. د خانمرګی بريد په نتیجه کښې د پاک پوځ 13 اهلکار شهيد او دوه ماشومان او یوه زنانه ژوبل شوي وه. شهيد شوي سيکيورټی اهلکارو کښې صوبيدار زاهد اقبال،حوالدار سهراب خان، حوالدار میا يوسف، نائیک خطاب شاه،لانس نائيک اسماعيل، سپاهي روحیل ، سپاهی محمد رمضان، سپاهی نواب، سپاهی زبیر احمد، سپاهی هاشم عباسي ،سپاهي مدثر اعجاز او سپاهي منظر علي شامل وو.د حملے وروستو سيکيورټی اهلکارو سيمه ولقه کښې اخيستې وه او د شرخوښو خلاف ئې جوابی کارروائی کړي وه او د کالعدم تنظيم څوارلس ترهه ګر ئې وژلې وو.صدر مملکت آصف علي زرداری ،وزير اعظم شهباز شريف ،د خيبر پښتونخوا ګورنر او وزير اعلی بشمول نور حکومتي چارواکو د ترهه ګرو په حمله کښې د سيکيورټی اهلکارو په شهادت د افسوس اظهار کړې او وئيلي ئې دی چې د ملک دفاع او د اولس تحفظ لپاره د دوي قربانۍبه تل ياد ساتو. صدر او وزير اعظم د شرخوښو خلاف د سيکيورټی اهلکارو کامياب عملياتو ستاينه کړې او ملک نه ئې ترهه ګرۍ د خاتمے دعزم اظهار کړيدے.د آئی ایس پی آر تر مخه فيلډ مارشل عاصم منير د پيښور کور هيډ کوارټر دوره کړيده او د خيبر پختونخوا د سيکيورټی صورتحال جائزه ئی اخستی ده. فيلډ مارشل عاصم منير ته د ترهه ګرو خلاف روان عملياتو په حواله بريفېنګ ورکړې شوي وو. فيلډ مارشل عاصم منير د سيکيورټی اهلکارو په کاروائيو اطمینان څرګند کړې او د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف بهادرۍ سره مقابله کولو باندې سيکيورټی اهلکارو د کردار ستائينه ئې کړيده،د فيلډ مارشل وينا وه چې پاکستان د عدم استحکام کونکي هر کوشش به ناکامه کوؤ او د بے ګناه اولس د وينے حساب به ضرور اخلو،فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي دی چې ټول قام د ترهه ګرۍ د مکمل خاتمے لپاره يو موټې دے،ترهه ګر او د دوی مرستيال چې هر ځائې وی د دوی خلاف به عمليات جاري وي. فيلډ مارشل عاصم منير بنو ګيريژن کښې د شمالي وزیرستان حملې دوران شهيد سيکيورټی اهلکارو په چنازه کښې شرکت کړيدی او بنو سی ايم ايچ کښی زير علاج ژوبل سيکيورټی اهلکارو د خيرخيريت پوښتنه ئې هم کړې وه.

Related Articles

سرچینې ددې نوي ځواک د مشرۍ کولو په اړه وایی چې په نوي فریم ورک کښې به د فیډرل کانسټېبلري مشري به د پاکستان په پولیس سروس کښې لوړپوړو پولیس افسرانو ته وسپارل شي

July 13, 2025

په دې لنډ تیر وخت کې په بیجنګ کې د پاکستان ، چین او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه شوې، په غونډه کې په سیمه کې پرمختګ او یو بل سره د اړیکو په ټینګولو ټینګار شوې او ژمنه شوې چې دا هیوادونه به یو بل سره مرستو ته دوام ورکړي

July 13, 2025

نن سبا په هر کور کې لوی او واړه زیات وخت لپاره موبایل کاروی یا ټیلي وژن مخې ته کیښني خو پوهان وایی چې موبایل سکرین ته زیات کتل ډیرې بدې اغیزې لري

July 12, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *