د جنوبي او منځنۍ آسیا لپاره د ترهګرۍ د ګواښونو زیاتوالی د نړیوال هیوادونو د اندېښنې سبب جوړ شوې دې
د امریکا په کانګرس کې د جون ۲۷ نېټې اورېدنه کې یو جدي خبرداری ورکړل شوې دې
د امریکا د کانګرس غړي او د استازو جرګې د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ آسیا لپاره د کوچنۍ کمېټۍ مشر، بیل هوایزینګا، چې د مشیګن ایالت استازیتوب کوي، د جون په ۲۷مه نېټه د یوې کانګریسي اورېدنې پر مهال یوه جدي اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي وویل چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه را برسېره شوی دې او دا د نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دې
هوایزینګا، چې په واشنګټن ډي سي کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د افغانستان نه د ۲۰۲۱ کال د امریکا د ځواکونو تر وتلو څلور کاله وروسته، اوس په جنوبي او منځنۍ آسیا کې د امنیت وضعیت په چټکۍ سره خرابېږي، چې دا حالت باید د نړیوالو د جدي پاملرنې وړ وګرځي
افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو خوندي پناه ځای جوړېږي
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو فرعي کمېټې د یوې اورېدنې پر مهال چې عنوان یې و “په جنوبي او منځنۍ آسیا کې د ترهګرۍ د ګواښ څېړنه او د همکارۍ فرصتونه”
د مشیګن ایالت کانګرس غړي بیل هوایزینګا د بایډن ادارې له لوري له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل ناسم پلان شوي اووبلل
نوموړي اوویل چې د طالبانو په افغانستان کې واک ته بیا راتلو پس سیمه کې بدلون راغلې او دا کار د داعش خراسان او د تحریک طالبان پاکستان په څیر سخت دریځه ډلو ته یو ځل بیا د فعالیت زمینه بابره کړې ده.
هغه اوویل چې د دوحې تړون له مخې د شوېو ژمنو سربېره، افغانستان یو ځل بیا د هغو ترهګرو لپاره د عملیاتو د پیل مرکز ګرځېدلی، چې د خوندي پناه ځای او نړیوال نفوذ په لټه کې دي
نوموړي د ۲۰۲۱ کال هغه ځانمرګي برید ته اشاره وکړه چې د کابل هوایي ډګر “ایبي ګیټ” ته نزدې د داعش خراسان له خوا ترسره شوی وو، او وې ویل چې له هغه وروسته د دې ډلې ګواښونه ډېر شدت موندلی دی
په مسکو، تهران کې وروستي بریدونه او د ۲۰۲۴ د پاریس المپیک لوبو لپاره شنډ شوی پلان د داعش خراسان ډلې د پراخېدونکو نړیوالو عملیاتو څرګندې بېلګې دي
پاکستان په سیمه کې د بې ثباتي څخه نیغ په نیغه بد اغیزمن کیږي
بیل هوایزینګا ځانګړې خبرداری ورکړی چې پاکستان دا مهال د تېرې یوې لسیزې تر ټولو لوړې ترهګرۍ سره تړلې تاوتریخوالي کچې سره مخ دی. هغه وویل چې تحریک طالبان پاکستان
او بلوڅ بیلتون خوښي ددې کړکیچ اصلي عوامل دي
هوایزینګا د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ وروستۍ همکارۍ ته هم اشاره وکړه، په ځانګړي ډول د داعش-خراسان د هغه غړي نیول او امریکا ته سپارل چې د کابل د ایبي ګیټ بمي برید کې ښکېل وو.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې دواړو هېوادونو ته لازمه ده چې د ګډو تهدیدونو پر ضد همکاري نوره هم ژوره او پیاوړې کړي
په پهلګام کې یو خونړی برید او بیا په جمو و کشمیر کې بل، چې پکې ۲۶ تنه ووژل شول چې زیاتره یې سیلانیان وو د ترهګرۍ هغه خطرناک اغېز ښيي چې د ټولې سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي
هوایزینګا خبرداری ورکړ چې دا ډول پېښې کولی شي د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو، یعنې پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی لا زیات کړي
د ترهګریز ډلو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستان پرله پسې خبردارۍ او دریځ
د یادونې وړ ده چې پاکستان په پرلهپسې ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بېلابېلو غونډو کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي .
د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ یو مخامخ قرباني او د لومړۍ کرښې دولت په توګه، پاکستان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې طالبان دې د ترهګرو عناصرو د پناه ورکولو په بدل کې حساب ورکوونکي کړي
اسلاماباد په وار وار ټینګار کړی چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته بېمهاره ترهګري نه یوازې د سیمې نه بلکې د نړیوال ثبات لپاره هم یو جدي ګواښ موجود دې
د وېنا په پای کې، استازي بیل هوایزینګا د امریکا د ترهګرۍ ضد وسایلو او ستراتیژیو د هراړخیزې بیا کتنې غوښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې د جنوبي او منځنۍ آسیا د ساتنې لپاره له زیاتېدونکو خطرونو څخه د ژغورنې لپاره باید له سیمهییزو شریکانو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان سره قوي اړیکې ټینګې شي