تازه خبرونه

د ایران او اسرایل په شخړه کې د پاکستان ذمه وار او بااعتماده رول

پاکستان یو ذمه وارګاونډي او اسلامي ورور په څیر له لومړې ورځ په ایران باندې د اسرایل برید په سختو ټکو کې غندنه وکړه او د ایران سره ی خپل یووالۍ څرګند کړو
د پاکستان لوري په ملګري ملتونو کې د ایران سره خواه خوږي څرګندولو وروسته د ایران حکومت له لوري د پاکستان رول په ښو او درنو ټکو کې وستایل

پاکستان له لومړې ورځ په نړیوال کچ د ایران او اسرایل ترمینځ د شخړې هوارولو په اړه د اوربند غوښتنه او دا ستونزه د خبرو اترو لاندې هوارولو غوښتنه کوله

نن سهار د امریکا ولسمشر د ایران او اسرایل د جنګ په اړه یو مهم اعلان وکړو ، اعلان دا وو چې ټرمپ اوویل چې دواړه لوري په اوربند راضي شوي دي . ‎

د ایران او اسرایل په دې کړکیچ کې پاکستان څنګه رول ادا کړو، باید مونږ د پاکستان فعال رول ته په ژوره کتنه وکړه چې پاکستان د ایران او اسرایل په کړکیچ کې څنګه مثبت رول ولوبلو چې ټرمپ د دواړو لوري د اوربند اعلان وکړو.

د جنګ به دې وضعیت کې مونږ باید د پاکستان مثبت رول د پامه و نه غورځوو ځکه پاکستان له لومړي غوښتنه کولو چې جنګ د ستونزو حل نه دې او د ایران او اسرایل شخړه باید د خبرو اترو له لارې هواره شي.

پاکستان له لومړې ورځ په ایران باندې د اسرایلو برید په سختو ټکو کې غندنه وکړه او د ایران سره ی خپل یووالۍ څرګنده کړو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډارو د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، او وزیراعظم شهباز شریف له لوري له ایران ،امریکا او نورو سیمه ایزو هیوادونو سره فعاله سفارتي اړیکې نیولو له امله اسلام آباد د یو ژور سیاسي بصیرت او د یو بااعتماده سیمه ایز لوبغاړي په توګه راڅرګند کړو.

د ایران او اسرایل د جنګ پر مهال پاکستان نړۍ ته اوښودله چې دا هیواد یو د خبرو اترو له لارې د ستونزو په هواریدلو باندې باور لري او نه دا چې دا یو داسط هیواد دې چې د شخړو او د قطبي سیاست ملاتړ کوي .

د پاکستان په ملګري ملتونو کې سفیر عاصم افتخار د اسرایل د برید په اړه وینا څرګندوي چې پاکستان د یو ذمه وار سیمه ایز امن خوښوونکي هیواد په توګه خپل مثبت رول ادا کړو.

په خپله وینا کې عاصم افتخار د ملګري ملتونو په سیکوریټي کونسل بیړنې غونډه کې وینا کې په ایران د اسرایلو برید په سختو ټکو کې غندنه کړې وه او ویلي وو چې د اسرایل دا برید د نړيوال قانون او د ملګري ملتونو د قراردادونو او قانون په ښکاره سرغړونه ده. پاکستان غوښتنه کړې وه چې اسرایل د بریدونه ودروي او د شخړې هواریدلو لپاره دې ډیپلوماتیک لار خپله کړي.

د پاکستان لوري په ملګري ملتونو کې د ایران سره خواه خوږي څرګندولو وروسته د ایران حکومت له لوري د پاکستان رول په ښو او درنو ټکو کې وستایل شو چې دا ښایی چې پاکستان د یو ذمه وار ګاونډي په توګه خپله رول ورلوبول.

دلته باید د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د ایران اسرایل شخړې په اړه د رول ادا کولو ستاینه هم وشي. د پاکستان پوځ مشر د امریکا ولسمشر سره د ایران اسرایل شخړې په اړه تماسونه نیول او د پاکستان لوري ټرمپ د نوبل انعام لپاره نامزد کول ، دا ټولې داسې پریکړې وې چې ټرمپ ی د ایران او اسرایل ترمینځ اوربند ته مجبور کړو او ټرمپ د څو ورځو راهسې جنګ د اوربند په اعلان کولو سره د پای ته رسولو اعلان وکړو.

د پاکستان لوري چین او روس سره د ملګرو ملتونو په غونډه کې د بغیر شرط او سمدستي اوربند لپاره د قرارداد جمع کیدل هم ښایی چې پاکستان په نړیوال کچ خپل یو ذمه وار رول ولوبول چې آخر هم د ایران او اسرایل جنګ په اړه ټرمپ اوربند اعلان کړو

Related Articles

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

ترهګرو د بنو په هوید پولیسو تاڼې په حدودو کې د امن ګمیټي په غړو برید وکړو او څلور د امن لښکر غړي ی شهیدان کړل

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *