تازه خبرونه

ايران او اسرائيل په جنګ بندۍ متفق شويدي،صدر ټرمپ، اسرائيل دې حملې بند کړي مونږ هم کارروائي نه کوؤ،ايران خارجه وزير

قطراو عراق کښې امريکني اډو باندې د ايران ميزائيلو حملې، امريکې ټولې ميزائيلې تباه کولو دعوي کړيده
اسرائيل او ايران ترمينځ جنګ بندي شوي،دواړه ملکونه متفق شوي،ټرمپ

ايران ۔ اسرائيل جهګړې لوجې خواؤ شا 700 کسان وژلي شوي

د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه جهګړه کښې مهم پرمختګ رامخې ته شوېدے،امريکني صدر ډونلډټرمپ وئيلي دي چې دواړه ملکونه په جنګ بندۍ باندې رضا شويدي، ټروت سوشل پليټ فارم باندې خپل بيان کښې ټرمپ وئيلي دي چې ټولو ته دې مبارک شي، ايران او اسرائيل په مرحله وار ډز بندۍ متفق شويدي،د ټرمپ بيان ترمخه اول به ايران جنګ بنده وي د دې په جواب کښې به دولس ګهنټې پس اسرائيل هم جنګ بندي کوي او بيا به دا ډز بندي مکمل نافذ شي، ټرمپ وائي چې ډز بندۍ لپاره دواړو ملکونو د استقامت او جرات مظاهره کړيده که چرې دا جنګ اوږ

د شو نو ټوله مشرقي وسطې به تباه کړي ۔ د صدر ټرمپ د بيان نه لږه شيبه وروستو د ايران خارجه وزير عباس عراقچي خپل بيان کښې وئيلي دي چې دا جنګ خو ايران نه وو شورو کړې بلکه اسرائيل په مونږ حملې کړيدي، که چرې اسرائيل خپلې کارروائۍ بند کړي نو ايران هم د جوابي حملو هيڅ اراده نه لري۔

عباس عراقچي د ايران سيکيورټي فورسز ته خراج تحسين وړاندې کړې او وئيلي ئي دي چې زمونږ باتور پوځيان د هيواد دفاع لپاره د سرونو قرباني ورکولو لپاره هر وخت تيار وي ټول قام د دوي په قربانو فخر کوي ۔ دواړو ملکونو د جنګ بندۍ نه مخکښې هم په يو بل د حملو سلسله جاري ساتلي وه ۔

د اسرائيل رسنيو ترمخه تل ابيب،مقبوضه بيت المقدس او نورو ښارونو باندې د ايران تازه حملو کښې درې نور کسان وژلي شويدي، اسرائيل هم په تهران او د ايران په نورو ښارونو فضائي حملي کړيدي، د دواړو ملکونو ترمينځ روانه جهګړه کښې د 600 نه زيات ايراني وګړي مړه شوي دغه رنګ په اسرائيل د ايران حملو لوجې د مړو شميره ديرش نه سيوا ښودلې کيږي ۔

ايران د امريکې حملو په ردعمل کښې په عراق او قطر کښې د امريکې مهمې اډو باندې هم ميزائيلو حملې کړېدي ولې امريکني چارواکي وائي چې دغه ميزائيلې هدف ته د رسيدو نه مخکښې تباه کړي شويدي ۔

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *