تازه خبرونه

د ترکيه صدر طيب اردوان سره د خارجه وزير اسحاق ډار او فيلډ مارشل عاصم منير ملاقات، دوه اړخیزه اړيکو او منطقه په صورتحال د خيالاتو بدلون شو

اسرائيلی جارحيت مذمت، دایران د خپلواکۍ په ملاتړ ټینګار شوې، د ايران . اسرائيل جنګ سفارتي حل راويستو مطالبه

1 min read

په ايران حملې د سیمی د سالميت خلاف ورزی

ايران يواځې پريښودل نه دی پکار، پاکستان.ترکيه

June 21, 2025

د خارجه دفتر لخوا جاري شوی بيان ترمخه خارجه او نائب وزير اعظم وزير اسحاق ډار استنبول کښې د ترکيه د صدر ارډوان سره مهم ملاقات کړيدے،فيلډ مارشل عاصم منير هم په دې ملاقات کښې موجود وو،دا ملافات د او آئي سي د خارجه وزيرانو د اجلاس په سائيډ لائن شوې چې پکښې د پاکستان او ترکيه ترمينځ اړيکو پراختيا،مختلف شعبو کښې تعاون،پاک . هند کشيدګی،په ايران د اسرائيل د حملو وروستو پيدا شوي صورتحال او غزه جنګ په معاملو تفصيلي خبرې شويدی.خارجه وزير اسحاق ډار د ترکيه صدر ته د


وزيراعظم شهباز شريف سلام او د نيک خواهشاتو پيغام رسولې او ترکيه سره د ملګرتيا تعلق نور هم مضبوطولو د عزم اظهار کړيدی.اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمينځ تاوتريخوالی د کمولو او د هندوستان د جارحيت په معامله د پاکستان د موقف ملاټر کولو بل باندے د ترکيه د حکومت شکريه ادا کړيده. ملاقات په مهال د مشرقي وسطی په صورتحال او په ايران د اسرائيل د حملو په معاملو خبرې شويدی دواړو ملکونو په ايران د حملو غندنه کړې او دا ئې د ايران د خپلواکۍ او د منطقې د سالميت خلاف ورزی ګرځولي ده او د ايران د حکومت او اولس سره د يووالي څرګندونه ئې کړيده.ډ ترکيه صدر په دې موقع ووئيل چې د اسړائيل حکمت عملي مسلمان ملکونه خپلو کښې تقسيمول او په دې ملکونو قبضه کول دی. اسحاق ډار د ايران په جوهري تنصيباتو حملے او د ایران اعلی حکومتی چارواکو شهادت باندې د افسوس اظهار کړې او وئيلی ئې دی چې د ايران او اسړائیل ترمنځ کشيدګی د مذاکراتو د لاری حل کيدی شی باید چې دې لپاره په فوري توګه سفارتي کوششونه وشی. دواړو ملکونو په فلسطنيانو د اسړائيل د ظلمونو هم مذمت کړيدے او غزه کښې ګهير شوي د لکونو فلسطنيانو ژوند بچ کولو لپاره دوی ته امدادي مرستی د ليږلو مطالبه کړيده

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *