تازه خبرونه

او آئي سي خارجه وزيرانو اجلاس،اسرائيل دهشت ګرد هيواد ګرځولي شوې د اسرائيل خلاف يو موټې کيدو د عزم اظهار

د اسرائيلي جارحيت جواب ورکول او جوابي حملې د ايران دفاعي حق دې، امريکه دې جنګ نه لرې اوسي،عباس عراقچي
يران ۔ اسرائيل جهګړه،استنبول کښې عرب ليګ او د او آئي سي وزيرانو اجلاس

د مسلمان ملکونو عدم استحکام او اسرائيلي جارحيت

د ترکيه په استنبول ښار کښې اسلامی تعاون تنظیم د خارجه وزيرانو اجلاس شوېدے چې پکښې د 40 ملکونو خارجه وزيرانو او نمائندګانو شرکت کړېدے ۔ اجلاس کښې د ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالي او غزه په موجوده صورتحال غور شوېدے ۔ د او آئي سي تنظيم چيرمئين حسين ابراهيم طحه د اجلاس افتتاح کړې او خپله وينا کښې ئې په ايران د اسرائيل د حملو مذمت کړېدے ۔هغه وئيلي دي چې ديارلسم جون نه پس مشرقي وسطي د يوې نوې شخړې ښکار شويده،په غزه او ايران به د اسرائيل جارحيت چرې هم قبول نه کړو د ايران او اسرائيل ترمينځ جهګړه بنديدل پکار دي ۔

د ترکيه صدر طيب اردوان اجلاس ته وينا په وخت اسرائيل ترهه ګر هيواد ګرځولي او وئيلي ئي دي چې نتن ياهو حکومت د منطقې امن کښې لوئي رکاوټ دے، طيب اردوان وينا ترمخه يمن،ليبيا او شام نه پس په ايران د حملو نه ثابت شويده چې اسرائيل په ټوله سيمه د قبضې کوشش کوي خو د اسرائيل دا خوب به چرې هم کامياب نشي ۔

د ترکيه صدر زياته کړه چې ايران اسرائيل جنګ کښې به ګټه د ايران وي سيمه عدم استحکام کولو لپاره د اسرائيل سازشونه به ناکامه کول وي دې لپاره ضروري ده چې ټول مسلمان ملکونه دې يو موټي شي او د خپل دښمن خلاف موثره آواز پورته کړي ۔ د ايران خارجه وزير عباس عراقچي اجلاس ته وينا په وخت وئيلي دي چې ايران څو وارې نړۍ له باور ورکړېدے چې جوهري پروګرام د پرامن مقاصد لپاره دې ولې د دې باوجود اسرائيل د ظلم انتها کړيده او د ايران په جوهري او پوځي تنصيباتو ئې حملې کړيدي ۔ د هغه وينا وه چې د امريکې او ايران ترمينځ جوهري پروګرام متعلق کيدونکې مذاکراتو نه دوه ورځې مخکښې په ايران فضائي حملو نه ثابت شويده چې اسرائيل د سفارتکارۍ خلاف دے او دې جارحيت کښې امريکه هم برابر شريک ده ۔ عباس عراقچي زياته کړه چې د اسرائيلي جارحيت خلاف د ايران جوابي حملې زمونږ دفاعي حق دے که امريکه دې جنګ کښې شامله شوه نو د هغې به خطرناکې نتيجې راوځي ۔

بلخوا د عرب ليګ د خارجه وزيرانو اجلاس هم استنبول کښې شوي وو دې اجلاس کښې هم د اسرائيلي جارحيت په سختو ټکو کښې مذمت شوي وو او په ايران د اسرائيل حملې د سيمي سلامتيا او د متحده قامونو د قوانينو خلاف ورزي ګرځولې شوې وې ۔ عرب ليګ اجلاس په اعلاميه کښې دواړؤ فريقينو ته د جنګ بندۍ اپيل شوېدے

Related Articles

پاکستاني چارواکو د پولې د امنيت او ترهګرۍ په اړه د مولانا فضل‌الرحمان څرګندونو ته غبرګون ښودلی او مهم تاريخي او عملياتي حقايق يې روښانه کړي دي

February 9, 2026

د مفتی امشاد علي او د هغه د کورنۍ وژنه په نوشکي کې د BLA ترهګرۍ انساني بیه څرګندوي، چې بې‌ګناه ملکيان او ماشومان څنګه په نښه کېږي

February 9, 2026

د تحریک انصاف د فبرورۍ ۸ مې ټول هېواد مظاهره ناکامه شوه؛ بازارونه پرانستې، ترانسپورت روان، او ورځنی ژوند په عادي توګه روان و

February 9, 2026

د UNAMA راپور ښيي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځو ته شدید محدودیتونه لګیدلي، عامې شلاقې وهل شوې، او اعدامونه ترسره شوي دي

February 9, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *