تازه خبرونه

د چترال د پولو ګراونډ رونقونه بيا بحال،د روايتي پولوفيسټول او شندور ميلے آغاز

ملکي او بهر ملکي سيلګرو د چترال مخه کړيده
د چترال د حسن علامت شندور ميله

د نړۍ د ټولو لوړ ګراونډ باندې پولو مقابلے

د پاک پوځ،چترال سکاوټس او د خیبرپښتونخوا ټورازم په مرسته بره چترال کښی د شندور پولو فيسټول د جمعے په ورځ شورو شويدے. د لوبو دا ميله به دوه ورځې جاری وی. د خيبر پښتونخوا د لوبو وزير فخرجهان او مشير اطلاعات بيرسټر سيف د دې ميلے افتتاح کري وه.د دې ټورنمنټ وړومبې ميچ د عذر ګلګت بلتستان او د سرلاسپور چترال ټيمونو ترمينځ لوبيدلې وو کوم چې چترال ټيم ګټلے وو.

لوئي شمير کښې مقامي خلکو او د ملک د نورو علاقو نه راغلي سیلګريانو او بهر ملکي کسانو د ميچ نه خوندونه پورته کړي وو.د خيبر پښتونخوا مشير اطلاعات بيرسټر سيف په دې موقع ميډيا سره خبرو په مهال ووئيل چې خیبر پښتونخوا پرامن صوبه ده او وخت په وخت د مختلف ټورنمنټونو او د نړيوال کچ ميلو انعقاد کيږي. چترال پولو فيسټول په حواله بيرسټر سيف ووئيل چې دا قسمه لوبې او دستوری د سيلګرۍ شعبې ته وده ورکوي.

بيرسټر سيف زياته کړه چې خيبر پښتونخوا کښې ځائې په ځائې د قدرتی حسن نظارې په نظر راځي او د سيلګرۍ ګن شمير مقامات دلته موجود دی صوبائی حکومت سيلګرۍ ته وده ورکولو لپاره غوره اقدامات پورته کړيدی.د بيرسټر سيف وینا وه چې چترال کښې د پولو فيسټول کامياب انعقاد ثابته کړيده چې پاکستان پرامن ملک دے دلته د سيلګرۍ ډيرې موقعې دی بايد چې دې نه فائده پورته کړې شی.دې ميله کښې شرکت لپاره راغلی ميلمنو د فيسټول او سيکيورټی انتظاماتو ستائينه کړې او ميله کښې شرکت کولو باندې ئې د خوشالې اظهار کړيدے.

پولو ته د بادشاهانو لوبه هم وئيلي کيږی دا د جنرال او ګلګت پخوانې او روايتي لوبه ده.کال نولس سوه شپږ دیرشم کښې دې لوبې له د ميلے شکل ورکړې شوي وو او د کال نولس سوه اتيايم نه خيبر پختونخوا حکومت په سرکاری کچ هر کال د دې ميلے انعقاد کوی

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *