تازه خبرونه

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشال جنرال عاصم سره زما لیدل ،زما لپاره ویاړ دې: ډونلډ ټرمپ

د پاکستان د دفاع وزیر په یو تازه مرکه کې ویلي دي چې د کشمیر موضوع اوس یوازې دوه اړخیزه نه ده پاتې شوې، بلکې د ولسمشر ټرمپ د منځګړتوب وړاندیز وروسته دا موضوع نوره هم ډیره روښانه شوې ده

1 min read

د فیلډ مارشل عاصم منیر د سفر مهال‌ویش له مخکې نه ټاکل شوی و، او دا سفر به د سیمې دننه او بهرډیرې مثبتې اغیزې ولري: د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان لپاره یو لوی اعزاز چې فیلډمارشل ته د امریکا ولسمشر ټرمپ له لوري د کیبنټ په خونه کې د غرمې ډوډۍ بلنه ورکول کیږي

June 19, 2025

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په یو تازه مرکه کې ویلي دي چې چې د فیلډ مارشل عاصم منیر په میلمستیا کې د امریکايي ولسمشر ټرمپ له‌خوا د غرمې ډوډۍ تابیا کول یوه لویه تاریخي لاسته راوړنه ده .

په تازه مرکه کې په خبرو کې خواجه آصف وویل، چې د فیلډ مارشل عاصم منیر په درناوي کې د ولسمشر ټرمپ له لوري د غرمې ډوډۍ د پاک‑امریکا اړیکو لپاره یو ستر ګام دی، او تر دې وړاندې مو کله هم دومره تودې اړیکې نه وې لیدلي.

د امریکا ولسمشرډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له فیلډ مارشل سید عاصم منیر سره لیدل دده لپاره یو ویاړ دی .

هغه زیاته کړه، چې د فیلډ مارشل عاصم منیر د سفر مهال‌ویش له مخکې نه ټاکل شوی و، او دا سفر به د سیمې دننه او بهرډیرې مثبتې اغیزې ولري.

خواجه آصف د هندي رسنیو له خوا د دې خبر په اړه چې پاکستان ته له چین څخه ۴۰ جے-۳۵ جنګي الوتکې ورکړل شوې دي، اوویل چې که هند د دې خبرو له امله اندېښمن دی، نو پرېږدئ چې اندېښمن وي، هغه زیاته کړه چې هر ډول وسله ترلاسه کول زمونږ قانوني حق دې.

دفاع وزیر زیاته کړه، چې د کشمیر موضوع اوس یوازې دوه اړخیزه نه ده پاتې شوې، بلکې د ولسمشر ټرمپ د منځګړتوب وړاندیز وروسته دا موضوع نوره هم ډیره روښانه شوې ده.

دلته دا خبره مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په وائټ هاوس کې ولیدل.

د ا مهمه دې چې بیان شي چې د امریکا ولسمشر له لوري فیلډ مارشال جنرال عاصم منیر په میلمستیا کې د کیبنټ په خونه کې د غرمې ډوډۍ تابیا شوي وه ، او د اوول په دفتر کې ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې اوویل چې ماته دلته د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منیر سره د لیدنې اعزاز ترلاسه شو.

سیاسي او دفاعي کارپوهان وایی چې دا د پاکستان لپاره یو لویه بریا ده ځکه چې د هند له لوري په امریکا او د امریکا په ولسمشر د پاکستان او هند ترمنځ اوربند ورسته نیوکې کیږي خو بل اړخ ته د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشال جنرال عاصم منیر د امریکا په سفر ځي ، هلته مهمې لیدنې کوي او د نوموړي په میلمستیا کې له ټرمپ لوري په کیبنټ خونه کې د غرمې ډوډې ورکول کیږي

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *