تازه خبرونه

ايران .اسرائيل تاوتريخوالې، دښمن ته به سر ټيټ نه کړو،ايران سپريم ليډر

دې جهګړه کښې د صدر ټرمپ د شرکت فيصله به امريکه ډيره نقصاني کړی،آيت الله خامناي
امريکه دې ايران له دهړکی نه ورکوي،آيت الله خامنااي

اسرائيل به د ايران جواب هميشه ياد ساتي،خامنااي

د اسرائيل او ايران جنګ په خطرناک مرحله کښی د داخليدو انديښنه پيدا شويده. امريکني صدر ټرمپ لخوا ايران ته په غير مشروط ډول سرنډر کيدو او دې جنګ کښې ډ امريکې د شموليت په بيان د ايران واکمنو سخت ردعمل ښودلې دے. د ايران په سرکاری ټی وی د سپريم ليډر آيت الله خامنه اي بيان خپورشوي چې پکښې هغه د صدر ټرمپ د بیانونو جواب ورکړيدے.

آيت الله خامنه اي بيان کښې وئيلی شويدی چې امريکه او اسرائيل د ايران د طاقت په حواله غلط اندازې لګولی وې،د سپريم ليډر بيان تر مخه اسرائيل ترهه ګر ملک دے، دوی د رحم او معاف کولو قابل نه دی سخت نه سخت جوابي ورله ورکول پکار دی.

آيت الله خامنه اي امريکې له پيغام ورکړې او وئيلی ئې دی چې ايران به هيچا ته هم تسليم نه شی په غيرمشروط توګه سرنډر کيدو په حواله د ټرمپ مطالبه د منلو نه ده. د آيت الله خامنه اي په بيان کښې د اسرائيل او امريکې خلاف سخته لهجه استعمال شويده او وئيلی ئې دی چې کوم هوښيار تن د ايران،د دې ملک د اولس او د دې ملک د تاريخ نه خبر وی نو هغوی ته به ښه علم وی چې ايران سره په سختی سره يا د دهړکو په لهجه کښې څوک خبرې نشی کولے او نه به د ايران اولس وسله وغورځوي. بلخوا اسرائيل او ايران په يو بل د ميزائيلو حملې جاری ساتلی دی.

د بيلسټک ميزائيلو او ډرون الوتکو د حملو نه پس ايران په تل ابيب ښار الفتح ون ميزائيلو حملې کړيدی او روان جوابی حملو کښې نور هم تيزی راوستو خبرډارې ئې ورکړيدے دغه رنګ اسرائيل هم د ايران په تهران او نورو ښارونو حملې سيوا کړيدی. د اسرائيل حملو لوجې د تهران نه ګن شمير کسانو نورو سيمو ته کډې کړيدی

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *