تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان یو بل ته نور رانزدې شول

د افغانستان پنجشیر ولایت او د پاکستان د سیلګرۍ سیمه چترال یو بل سره د لوی سړک په جوړولو رانښلول کیږي
پاکستان او افغانستان یو بل ته نور رانزدې شول

د پنجشیر د والي په وینا دې سړک په بشپړیدو سره د روان کال له پیل راهیسې د دې نویو لارو زرګونه کورني او بهرني سیلانیان دې ولایت ته راجلب کړي دي، او د شمېرو له مخې، له ۱۰۰ زره څخه ډېر سیلانیان پنجشیر ته داخل شوي دي

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ له لارې د پنجشېر او ډیورنډ کرښې ترمنځ د ستراتیژیک سړک د جوړولو په بشپړېدو سره، دا ولایت د لومړي ځل لپاره د پاکستان د چترال سیمې سره وتړل شو.

د رسنیو راپور ترمخه د پنجشېر د ولایتي ادارې ویاند سیف الدین لیتون د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۶مه په یو مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دا لاره، چې ۱۹۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، د افغانستان یو له سختو غرنیو او سرحدي لارو څخه ګڼل کېده، چې اوس د ا.ا د هڅو او په پنجشېر کې د ملي دفاع وزارت د فوق العاده لوا د پرلپسې هڅو او د پنجشیر د والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم د فعالې رهبرۍ له امله بشپړه او د ګټې اخیستنې وړ ګرځېدلې ده

د رسنیو د راپور مطابق د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ستراتیژیکو سړکونو په جوړولو سره به پنجشېر له اقتصادي انزوا څخه راووځي او په سیمه‌ییز سوداګریز څلور لارې به بدل شي. د هغه په وينا، نن پنجشېر له نورستان، تخار، بدخشان او په پای کې د پاکستان له چترال سره نښتې دې .

هغه زیاته کړه چې د دې سړک بشپړېدو نه یوازې د خلکو لپاره سوداګریزې لارې پرانیستې دي، بلکې پنجشېر یې په سیمه کې په یوه ستراتیژیک نقطه بدل کړی دی او ددې لوی سړک د بشپړیدو سره په ځایی اولس د روزګار فرصتونه په لاس راشي او د هیواد د اقتصادي په ګټه په تمام شي.

د پنجشېر والي یادونه وکړه چې د روان کال له پیل راهیسې د دې نویو لارو زرګونه کورني او بهرني سیلانیان دې ولایت ته راجلب کړي دي، او د شمېرو له مخې، له ۱۰۰ زره څخه ډېر سیلانیان پنجشیر ته داخل شوي دي.

Related Articles

ایران ویلي چې که ټول مالي بندیزونه په بشپړ ډول لیرې شي، نو هغه به خپل ډېر غني شوی یورانیم کم کړي، چې دا د متحده ایالاتو سره د خبرو پر مهال د انعطاف څرګندونه ګڼل کېږي

February 9, 2026

د هند ساحلي ساتنې ځواکونو د عرب سمندرګي کې درې ایران تړلي تیلو ټانکرونه نیولي، څو اونۍ وروسته له دې چې نوي ډلي د چابهار بندر تړون څخه لاس واخیست

February 9, 2026

د بنګله‌دېش د کرکټ د پلاوي مشر د پاکستان د پرله‌پسې ملاتړ ستاینه وکړه او د نړیوال جام د لوبې د ترسره کېدو غوښتنه یې وکړه

February 9, 2026

یو لوړ پوړي افغان چارواکی د زاړه ذهنیت له امله نیوکه شوی، چې د ټولنیزې نابرابرۍ د رامنځته کېدو او په حکومتدارۍ او عامه ژوند کې د عصریتوب د پرمختګ مخه نیسي

February 9, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *