تازه خبرونه

په ضم ضلعو کې د حکومت له لوري د ټیکس رعایت ختمیدلو سره غبرګون مخې ته راغلې دې

د فاټا لوی جرګې مشرانو او د قبایلي سیمو زده کوونکو په قامي بجټ کې د رعایت ختمولو پریکړه په سختو ټکې کې غندلې دې او دای قبایلي اولس سره ظلم او ناانصافي بللې ده

1 min read

د فاټا لوی جرګې صدر بسم الله اپریدي په یو پریس ریلیز کې ددې ټیکس ختمولو اعلان غندنه کړې ده او دا ی دې سیمو او اولس سره ناانصافي ګرځولې ده

د ضلع خیبر څخه تعلق لرونې د فاټا لوی جرګې مشر حاجي بسم الله اپریدي په حجره کښې د نورو ګډون کوونکو ته وینا کوي

دوه ورځې وړاندې د پاکستان قامي بجټ کال ۲۶-۲۰۲۵ لپاره اعلان کړې شو او د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د بجټ وینا پر مهال اوویل چې په ضم ضلعو کې پر کاروبار راتلونکی مالي کال کې ۱۰ سلنه سیلز ټېکس لګول کېږي. ددې وړاندې هغوی اعلان وکړو

چې راتلونکی کال به خیبرپښتونخوا سره یوځای شوو ضلعو او بلوچستان ته ورکړل شوې مالیاتي رعایت ختم شي. .

هغه د بجټ په وینا کې وویل، ضم شوو ضلعو کې به د راتلونکو پنځو کلونو په ترڅ کې پر کاروبار مرحله وار سیلز ټېکس ولګول شي، چې د راتلونکي مالي کال لپاره به دا سیلز ټېکس ۱۰ سلنه وي.

د خزانې وزیر دې اعلان وروسته په قبایلي سیمو کې ددې ټیکس رعایت ختمولو په اړه بیلا بیل غبرګونونه مخې ته راغلې دي او په سوشل میډیا باندې د پخوانۍ فاټا د عوامي نمایندګانو مشر شاه جي ګل اپریدي باندې او ورسره نورو سیاسي مشرانو چې د پخوانۍ فاټا ضم کیدلو حمایت ی کولو، باندې سختې نیوکې کړي دي او انضمام ی د قبایلي اولس او سیمو سره یو ظلم او ناانصافي بللې ده.

د فاټا لوی جرګې صدر بسم الله اپریدي په یو پریس ریلیز کې ددې ټیکس ختمولو اعلان غندنه کړې ده او دا ی دې سیمو او اولس سره ناانصافي ګرځولې ده.

بسم الله خان اپریدی په خپل یو بیان کې زیاته کړې چې قبایلي اولس د لومړۍ ورځې راهیسې د فاټا د خیبرپښتونخوا کې ورګډول رد کړی او نن هم پر همدې دریځ ولاړ دي. هغه زیاته کړه، که قبایل اوس هم یو موټی نه شي او انضمام پر ضد مبارزه کې برخه وانخلي، نو راتلونکې نسلونه به مونږ ته هېڅکله معافي و نه کړي.

بسم الله خان آفریدی غوښتنه وکړه چې په قبایلي اولس د ټیکس لګولو پریکړه دې حکومت واپس واخلي، د قبایلي ضلعو ازاده حیثیت دې بېرته بحال کړل شي، د قبایلي سیمو معدنیات ، تعلیم او صحت سکتورونو ته دې په ترجیحي توګه وده ورکړل شي، په قبایلي سیمو کې د د بدامنۍ او ترهګرۍ د ختمېدو لپاره ګوټلي ګامونه پورته شي، قبایلي ځوانانو لپاره دې د روزګار موقعې برابرې کړل شي؛

له افغانستان سره دې د ازاد تجارت له لارې د قبایلي سیمو اقتصاد بحال کړې شي.
.

د فاټا لویې جرګې مشر له حکومته کلکه غوښتنه وکړه چې پر قبایلي ولس لګول شوي ټیکسونه دې سمدستي بېرته واخلي، څو د نورې ګډوډۍ او بدامنۍ مخه ونیول شي.

په پیښور پوهنتون کې د قبایلي سیمې د زده کوونکو یو اتحادیی خیبر سټوډنټس ایسوسي ایشن (پیښور پوهنتون) مشر محمد عمر شینواري هم په بجټ کې په قبایلي سیمو کې د ټیکس لګولو او د قبایلي سیمو لپاره د ټیکس ختمول په کلکه غندلي دي، هغه غوښتنه کړې چې حکومت دې دا پریکړه واپس واخلي.

هغه په سیاسي ګوندونو مشرانو غږ کړې چې د قبایلي سیمو او اولس سره دې ددې ناانصافي په ضد په پارلیمان کې غږ پورته کړي

Related Articles

محکمې د پنجاب فرانزک لېب راپور پولیسو ته بېرته وسپاره، د نادرا راپور لپاره وخت ورکړ شو او د ایډیشنل ایډووکېټ جنرل ته د حاضرېدو امر وشو.

January 12, 2026

په هدفي عملیاتو کې شپږ خطرناک ترهګر ووژل شول؛ د هغوی د تښتېدلو ملګرو پر ضد د لټون او ددوی پر ضد سخت اقدام لپاره عملیات دوام لري

January 12, 2026

ایراني مشرتابه وایي چې د امریکا هر ډول برید به پراخ سیمه‌ییز ځواب ولري، امریکا ولسمشر ایران ته ګواښ کړې چې دوی به د اولس وژنه و نه زغمي

January 11, 2026

د بهر مېشتو پاکستانیانو له لوري ریکارډ ترسیلات د ملي اقتصاد پر ثبات، د حکومت پر پالیسو او پر پاکستان د نړیوال باور زیاتوالی څرګندوي

January 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *