تازه خبرونه

اسرایل په ایران برید کړې، یو شمیر د ایران مهم هدفونه ی په نښه کړ دي

د میډیا راپورنو ترمخه په بریدونو کې د ایران انقلاب پاسداران مشر جنرال حسین سلامي هم شهید کړې شو، یو اټومي ساینس پوهه هم شهید شوې
د ايران دولتي ټلوېزيون ويلي دي چې په تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب مرکزي دفتر د اسرائيل له خوا په نښه شوی دی

په انځورونو کې ښکاري چې د برید وروسته په ایران کې د یو شیمر د ایران دفاع سره اړوند مهمو ځایونو څخه لوګي راپورته شوي دي

اسرائیل په ايران باندې رسمي برید کړې، په هوايي بريدونو کې يې د ايران اتومي او پوځي هدفونه په نښه کړي، چې پکې د سپاه پاسداران انقلاب مشر ميجر جنرال حسين سلامي او يو اتومي ساينس پوه شهيدان شوي دي .

د يو امريکايي ورځپاڼې په یو راپورکې د کړې دعوې له مخې، اسرائيل د ايران د پوځي مشرانو د استوګنې ځايونه او ۶ پوځي تأسيسات په نښه کړي دي.

د خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائيل د جمعې په سهار د ايران په لسګونو ځايونو باندې هوايي بريدونه کړي دي. د پلازمېنې تهران په شمال ختيځ سيمو کې د درندو چاودنو غږونه اورېدلي شوي او په ځينو سيمو کې د چاودونو وروسته په هوا کې لوګي هم ليدل شوي دي. .

د ايران دولتي رسنيو د تهران په شمالي، لوېديځو او مرکزي سيمو د بريدونو پخلی کړی دی.

د اسرائيلو د دفاع وزير اعلان کړی چې اسرائيل پر ايران مخکې له مخکې بريد کړی دی، او په هېواد کې يې بيړنی حالت نافذ کړی دی.

د يو اسرائيلي پوځي چارواکي په وينا، اسرائيل د ايران اتومي او پوځي هدفونه په نښه کړي دي، او د ايران په لسګونو ځايونه يې بريدونه کړي دي. د اسرائيلي هوايي ځواک یو شمیر جنګي الوتکو په ایرن باندې شوو بريدونو کې برخه اخيستې ده .

د ايراني رسنيو پخلی کړی چې د اسرائيل له لوري په بريد کې ی د پاسداران انقلاب مشر ميجر جنرال حسين سلامي، او اتومي ساينس پوهان فريد عباسي او محمد مهدي شهيدان شوي دي.

د ايران دولتي ټلوېزيون ويلي دي چې په تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب مرکزي دفتر د اسرائيل له خوا په نښه شوی دی

Related Articles

المجله د پاکستان پوځ رول ډیر مهم بللي او وایی چې وس دا پوځ نه صرف خپل امن او ثبات بلکه سیمه ایز او د منځني ختیز کې امن او ثبات لپاره هم خپل مهم جیوپولیټیک رول لوبوي

January 21, 2026

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *