تازه خبرونه

صدر ټرمپ د پاکستان او هند ترمينځ د کشمير مسئله حل کولې شي،امريکې خارجه وزارت

دوه ايټمي قوتونو پاکستان او هندترمينځ جنګ بندي د صدر ټرمپ په کوششونو شوې وه،ټيمي بروس
پاکستان او امريکې تعلقاتو کښې مهم پرمختګ،د پاکستان اعلي حکومتي چارواکو د واشنګټن دورې او ملاقاتونه

پاکستان ۔امريکه تجارتي تعلقاتو کښې مهم پرمختګ، پاکستان اعلي پائي وفد د واشنګټن دوره کوي

د امريکې خارجه محکمې ترجمان ټيمي بروس ويلي دي چې صدر ډونلډ ټرمپ نړۍ کښې د نوي جنګونو خلاف دے. هغه په نړيوال کچ شخړې د مذاکراتو د لارې حل کولو کوششونه کوي، او دې سلسله کښې يې د پاکستان او هند ترمينځ روان تاؤ تريخوالې هم ختم کړي وو، چې له وجې يې دواړه ګاونډي ملکونه په جنګ بندۍ رضا شوي وو.

واشنګټن کښې پريس بريفنګ ته وينا په وخت، يو خبريال د کشمير د مسئلې په حواله د امريکې د دريم ګړي کردار متعلق پوښتنه کړې وه. د دې په جواب کښې د خارجه محکمې وياندې وويل چې د صدر ټرمپ د ادارو يا منصوبو په حواله خارجه محکمې ته څه علم نه وي، خو صدر ټرمپ دومره صلاحيت لري چې د پاکستان او هند ترمينځ د تير څو لسيزو راهيسې د شخړې سبب جوړه شوې د کشمير دا مسئله هم حل کړي.

طمع لرو چې هغه به په خپل دې څلور کلن دور حکومت کښې دا معامله ختمولې شي.

پريس بريفنګ ته وينا په مهال، ټيمي بروس د بلاول بوټو په مشرۍ کښې د پاکستان د پارليماني وفد د امريکې دورې او واشنګټن کښې شوي ملاقاتونو تفصيلات هم ميډيا نمائندګانو سره شريک کړي دي. هغه ويلي دي چې د پاکستان وفد د خپلې دورې په مهال د انډر سيکرټري ايليس هوکر سره ملاقات کړی وو، او ورسره يې د دواړو ملکونو اړيکو، ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ، او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړې دي.

د امريکې د خارجه محکمې د ترجمان بيان په داسې وخت راغلی، چې د پاکستان يو پرائيوټ ټي وي چينل د سرکاري سرچينو په حواله ويلي دي چې فيلډمارشل عاصم منير د امريکې اعلي حکومتي او فوجي چارواکو سره د ملاقاتونو لپاره د واشنګټن په دوره دے، او هغه به څلور ورځې په امريکه کښې د خپل قيام دوران مهم ملاقاتونه کوي.

بلخوا، د امريکې او پاکستان ترمينځ تجارتي تعاون په حواله هم واشنګټن کښې مذاکرات کيږي. د خزانې وزارت سرچينو ترمخه، د سيکرټري تجارت جواد پال په مشرۍ کښې د پاکستان اعلي پائي وفد راتلونکي څو ورځو کښې د امريکې دوره کوي.

د دې دورې مقصد د پاکستان او امريکې ترمينځ تجارتي حجم سيوا کول، د مختلف څيزونو په برآمداتو او درآمداتو باندې د محصولاتو شرح کښې رد و بدل، او تجارت په حواله مختلفو شعبو کښې د امريکايي چارواکو سره مذاکرات کول دي.

Related Articles

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

د ګومل بازار سړک پر سر د آی ای ډي په چاودنه کې زغره وال پولیس موټر ویجاړ؛ امنیتي ځواکونو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړل

January 12, 2026

اسلام‌ په ضد سپکاوی او د مسلمانانو پر ضد د کرکې پر وړاندې د مساوي قانوني ساتنې او سخت اقدام غوښتنه وشوه.

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *