تازه خبرونه

کشمیریانو ته دې د ملګرو ملتونو د سیکوریټي کونسل د قراردادونو ترمخه د آزادۍ حق ورکړل شي: بلاول بوټو زرداري

Sub Title د کانګرس غړو سره په غونډه کې بلاول زرداري د هند لخوا د “سندھ طاس معاهدې” یو اړخیز تعلیق ممکنه پایلو ته اشاره وکړه او امریکايي قانون جوړوونکي یې خبر کړل، چې هند که د ۲۴ کروړه پاکستانیانو لپاره د اوبو بندولو ګام پورته کړي، نو دا به د پاکستان لپاره د بقا ګواښ وي او دا به د جګړې اعلان وګڼل شي.

1 min read

په رسنیو کې د خپاره شوو راپورونو ترمخه د پاکستان سفارتي پلاوي یو شمیر د امریکا د پارلیمان غړو او مشرانو سره مهمې لیدنې کړي دي او د پاکستان او هند د روان وضعیت او د هند د دروغو د تورونو څخه ی دوی خبر کړي دي

کشمیریانو ته دې د ملګرو ملتونو د سیکوریټي کونسل د قراردادونو ترمخه د آزادۍ حق ورکړل شي: بلاول بوټو زرداري

د پاکستاني سفارتي پلاوي امریکا ته سفر په ډیر بریالیتوب سره دوام لري، د پاکستان د سفارتي کمیټۍ مشر او د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري امریکا ته سفر کې د بیلا بیلو مشرانو سره لیدنو وروستو ویل يدي چې په هند کې که هر ځای د ترهګرۍ پېښه رامنځته شي، که څه هم ثبوت وي او که نه، دا د جګړې په معنا اخیستل کېږي.

په رسنیو کې د خپاره شوو راپورونو ترمخه د پاکستان سفارتي پلاوي یو شمیر د امریکا د پارلیمان غړو او مشرانو سره مهمې لیدنې کړي دي او د پاکستان او هند د روان وضعیت او د هند د دروغو د تورونو څخه ی دوی خبر کړي دي.

دلته دا خبره مهمه ده چې په امریکا کې د هند سفارتي پلاوي ته داسې بریا نه ده شوې لکه څنګه چې پاکستان سفارتي کمیټۍ غړیو ته عزت او بریا په لاس راغلې ده.

په سوشل میډیا داسې ویډیوګانې خپرې شوي دې چې په امریکا کښې د هند سفارتي پلاوي مخې ته د هندوستان د آزاد او خپلواک خالصتان تحریک مشرانو نعرې وهي او د هند سفارتي مشرانو په ضد نعرې پورته کوي چې ښایی چې د هند د سفارتي پلاوې د ناکامې سره مخ دې او دوی د پاکستان په څیر نه دي بریالي شوي او هم دغه وجه ده چې په هند کې د پاکستان د سفارتي بریا په اړه په هند کې یو بل ته پیغورونه ورکول کیږي او په یو بل باندې تورونه لګول کیږي.

بلاول بهټو د خپل پلاوي سره د امریکايي استازو د مجلس د بهرنيو چارو د کمېټې له غړو سره هم ولیدل. پدې ملاقات کې د سویلي آسیا اوسنی وضعیت، د کشمیر شخړه، او د پاکستان او امریکا اړیکو په اړه خبرې وشوې. بلاول بهټو د هند وروستیو سرغړونو څځه هم امریکایی غړي خبر کړل او د پاکستان له لوري د امن لپاره ی د عملي هڅو ذکر هم وکړلو. .

بلاول دا هم وویل، چې د “سندھ طاس معاهدې” یو اړخیز تعلیق د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، او هند هڅه کوي چې اوبه د یوې وسلې په توګه وکاروي، چې دا ډیره د اندیښنې وړ خبره ده . .

بلاول بهټو د مقبوضه کشمیر د خراب بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې کشمیري ولس ته دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپل برخلیک ټاکلو حق ورکړل شي.

په رسنیو کې خپوري شوي راپورنو ترمخه بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستاني پلاوي د امریکايي قانون جوړوونکو سره هم لیدنې ترسره کړې، چې پکې د سیمې د سولې او ثبات اهمیت ته اشاره وشوه، او د پاک-هند ترمنځ د جګړې د مخنیوي لپاره یې د امریکا رول وستایه. بلاول بوټو د ټرمب له لوري د هند او پاکستان ترمینځ د جنګ ودرولو او د اوربند لپاره د امریکا هڅې په ښو ټکو کې وستایلې .

بل اړخ ته په هند کې د امریکا له لوري د اوربند په اړه هندي سیاسي مشران په یو بل تورونه لګوي او د امریکا د اوربند په اړه د ټرمپ د ستاینه کولو پر ځای ددې څځه انکار کوي چې ګوندې امریکا په اوربند کې فعالي کردار ادا کړې دې چې دا ښایی چې پاکستان په نړۍ کې په سفارتي کچ دا جنګ په بریاليتوب سره ګټلې دې او هند هم په جنګ کې او هم ی په سفارتي کچ ماتې خوړلې ده. .

په امریکايي پلاوي کې د کانګرس غړي جېک برگمین، ټام سوزي، ریان زنکي، مکسین واټرز، ایل ګرین، جوناتن جېکسن، هینک جانسن، سټېسي پلاکټ، هنري کیولار او نور غړي شامل وو. .

بلاول بهټو زرداري پدې موقع وویل، چې وزیر اعظم شهباز شریف مونږ ته د سولې ماموریت سپارلی دی. بوټو زیاته کړه چې په دغه ماموریت کې له هند سره د خبرو اترو او سفارتي لارو چارو له لارې د ستونزو حل لټول شامل دي او د پاکستان له لوري د اوربند اعلان ستاینه کېږي. .

د کانګرس غړو سره په غونډه کې بلاول زرداري د هند لخوا د “سندھ طاس معاهدې” یو اړخیز تعلیق ممکنه پایلو ته اشاره وکړه او امریکايي قانون جوړوونکي یې خبر کړل، چې هند که د ۲۴ کروړه پاکستانیانو لپاره د اوبو بندولو ګام پورته کړي، نو دا به د پاکستان لپاره د بقا ګواښ وي او دا به د جګړې اعلان وګڼل شي. .

بلاول وویل، چې امریکا باید د دې سولې ماموریت کې زمونږ ملاتړ وکړي، او خپله اغېزه د سولې لپاره وکاروي، څو هند ته قناعت ورکړي. که ستونزې هوارول غواړي، نو هند باید له داسې پالیسیو راګرځول شي چې سیمه او نړۍ بې ثباته کړي. .

وروسته، د امریکا کانګرس غړو پاکستاني پلاوي ته باور ورکړ، چې دوی به د سویلي آسیا په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل بشپړ ملاتړ کوي

Related Articles

آواران علاقه کښې سيکيورټي فورسز عمليات،درې ترهه ګر وژلي شوي،ميجرسيدربنواز طارق شهيد شوې

July 16, 2025

صوبایی وزیر عدنان قادري له افغانستان څخه د مارټر ګولۍ راغورځیدو په کلکه غنده کړې او غوښتي ی دي چې باید افغانستان سره په دې موضوع په سفارتي کچه خبرې وشي

July 16, 2025

وزيرقانون اعظم نزير تارړ د ايران هم منصب ته د پاکستان د هر قسم مرستو او تعاون باور ورکړېدے

July 16, 2025

د ځایی اولس شکایت وروسته پولیسو په سیمه کې د شوکمارو، غلو او په نشه ی توکو کښې ککړو کسانو په ضد ګامونه اخستل پیل کړي دي

July 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *