...

د بلوچستان او ملک امن تالا ترغه کولو په حواله د فتنه الهندوستان هر سازش به ناکامه کوؤ،سرفراز بګتي

هندوستاني ايجنسي “را” د فتنه الهندوستان سرپرستي او فنډنګ کوي،دا خطرې به ختموؤ،وزيراعلي بلوچستان
بے ګناه خلک په نښه کونکي د انسانيت دښمنان دي،سرفراز بګتي

د رياست رټ چيلنج کونکي د رعائت مستحق نه دي،هر حال کښې به ئې ختموؤ

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو په وخت د بلوچستان وزيراعلي سرفراز بګتي وئيلي دي چې معرکه حق آپريشن کښې بدترين ماتې خوړولو نه پس هند د پاکستان خلاف پراکسي وار شورو کړېدے او د بلوچستان د کالعدم تنظيمونو مرستې کوي خو پاکستان د هندوستان دا شيطاني چال هم ټولې نړې ته بے نقاب کړيدے ۔ سرفراز بګتي وائي چې حکومت سره د فتنه الهندوستان خلاف او د هند لخوا دوي سره د کومک ټول ثبوتونه موجود دي په مناسب پليټ فارم به دا ثبوتونه ډير زر شيئر کړو۔ وزيراعلي وائي د پاکستان دښمن قوتونه دا نه غواړي چې دلته امن قائم شي او معيشت پرمختګ وکړي خو د صوبې امن ته زيان رسونکي د ترهه ګرو او د دوي د سهولت کارو ټول کوششونه به ناکامه کوؤ۔د يوې پوښتنې په جواب کښې سرفراز بګتي ووئيل چې د فتنه الهندوستان د بلوچستان سره هيڅ تعلق نشته دغه شرخوښي د بلوچيانو روايات يا کلتور سره تړل نه دي پکار۔ وزيراعلي بلوچستان وائي چې خضدار کښې د سکول په ماشومانو حمله کول د دښمنانو بزدلانه کارروائي ده دې بريد کښې ککړ د پاکستان وګړي نه دي بلکه دهشت ګرد دي ۔ بلوچستان کښې د بے درکه کسانو په معامله د يو رپورټر د سوال په جواب کښې سرفراز بګتي ووئيل چې د بے درکه کسانو په نوم د رياست خلاف پروپګنډا کيږي او د بے بنياده تورونو دا سلسله تير ديرش کالو راهسې جاري ده ۔ سرفراز بګتي په بلوچستان کښې د لوجي فوجي آپريشن شورو کولو خبرونه رد کړيدي او وئيلي ئي دي چې د فتنه الهندوستان خلاف به ټارګټډ عمليات جاري وي چا چې هم د رياست خلاف ټوپک پورته کړيدے د هغوي به هر حال کښې خاتمه کوو او حکومتي رټ به قائم ساتو

Related Articles

سي‌ان‌ان راپور ورکوي چې په افغانستان کې پرې شوې د امریکا وسلې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو د زیاتوالي لامل شوي دي

February 4, 2026

د اسلامیه کالج پوهنتون پيښور یوې ښځینه زده کوونکي فاطمه خان د خیبر پښتونخوا په وزیرعلی سهیل خان افریدي باندې سختې نیوکې کړي دي

February 4, 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ موافقه کړې چې د ایران غوښتنه ومنل شي او د ترکیې پر ځای د خبرو اترو ځای عمان ته انتقال شي-د امریکا او ایران ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي

February 4, 2026

بلوچستان کې ترهګري او بهرنۍ ملاتړې؛ لېفټيننټ جنرال (ر) عامر رياض د داخلي او بهرنيو عواملو هراړخيز تحليل

February 4, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.