تازه خبرونه

چين د پاکستان او افغانستان تعلقات ښه کولو کښې د تعاون وړانديز کړېدے

افغانستان او پاکستان سفارتي اړيکو کښې د پرمختګ هرکلې کوؤ،چين خارجه وزارت
چين د پاکستان او افغانستان اړيکې مضبوطولو په کوشش کښې

سيمي امن و استحکام لپاره پاکستان ۔ افغانستان ۔ چين تعلقات مهم

د چين د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ تعلقاتو مضبوطولو کښې چين خپل کردار ادا کولو لپاره تيار دے ۔ بيان ترمخه د دواړو ملکونو ترمينځ په سفارتي سطح تعلقاتو کښې د پرمختګ هرکلي کوؤ او دا قسمه اقدامات د سيمې د امن او استحکام لپاره ضروري ګڼو ۔ بيان کښې زياته کړي شويده چې څو ورځې وړاندې دواړو ملکونو د ناظم الامورو عهده د سفيرانو په څوکۍ کښې بدل کړي وه چې لوجې ئې د دواړو ملکونو اړيکې به هم مستحکم شي ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې د ګاونډي ملک په حيثيت چين د سيمې د امن او استحکام لپاره او پاکستان او افغانستان ترمينځ بے باوري د ختمولو لپاره خپل کردار لوبولې شي ۔ د چين خارجه وزارت بيان په داسې مهال راغلے دې چې د پاکستان او افغانستان دولتونو ترمينځ تعلقات راتلونکي وختونو کښې نور هم پراخه کيدو امکانات دي،افغان دولت د پاکستان په مطالبه د کالعدم تنظيمونو خلاف خپله پاليسۍ کښې د مثبت بدلون اشارې ورکړيدي، قوي امکان دے چې د پاکستاني خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه به افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي د لوئي اختر نه پس د پاکستان دوره کوي ۔

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *