تازه خبرونه

مونږ به ترهګر له هرې سیمې اوباسو، په صوبه کې د ترهګر لپاره هیڅ ځای نشته: آیی جي خیبر پښتونخوا

د صوبې د پولیسو مشر دا بیان په داسې وخت کې راغلې چې د اسلام آباد میشت د شخړو د څیړنې یوې ادارې په رپورټ کې ویلي چې په می میاشت کې د خیبر پښتونخوا په اصلي برخو (پرته له قبایلي سیمو) کې ۲۵ وسله‌وال بریدونه شوې ، چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي، چې پکې ۱۰ امنیتي سرتېري،دوه ولسي وګړي او دوه وسله‌وال شامل دي. ۲۴ کسان ژوبل شوي، چې پکې ۱۲ امنیتي سرتېري، ۹ ولسي وګړي، او درې وسله‌وال شامل دي.

1 min read

مونږ به ترهګر له هرې سیمې اوباسو، په صوبه کې د ترهګر لپاره هیڅ ځای نشته: آیی جي خیبر پښتونخوا

خيبر پختنخوا :بنون او باجوړ کې پوليس باندې بريدونه

June 3, 2025

ویب نیوز ډیسک
د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر (آئی جي) ذوالفقار حميد سیکوریټي اهلکار،او سي ټي ډي اهلکارو ته په یو کاميابې عملياتو ترسره کولو شاباسۍ ورکړې دې او د ټول صوبې پوليسو ته يې د لا زيات چمتو کیدلو لپاره لارښوونه کړې ده.

نوموړي په یو بیان کې ویلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې ترهګرو لپاره هېڅ ځای نشته، نوموړي زیاته کړې چې مونو به ترهګر له هرې سيمې څخه وباسو او له منځه به يې ویسو چې په صوبه کې امن راشي.

د صوبې د پولیسو مشر دا بیان په داسې وخت کې راغلې چې وړمه ورځ د سوات په سخته غریزه سیمه مټه کې د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي په د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د لټون عملیات ترسره کړل.

په عملیاتو کې له ترهګرو سره په نښته کې دوه شرپسند ټپیان شول، خو د هغوی نور ملګري په تېښته کې بریالي شول. .

د سرچینو له مخې، دا عملیات د ګوالیرۍ پولیس تهاڼې اړوند د جارګو په غرنیو سیمو کې

ترسره شول کله چې امنیتي اهلکار له ترهګرو سره مخ شو، په نښته کښې دوه وسله وال ټپیان شول او او نور ملګري ی په تیښته کې بریالي شول.

د سرچینو له مخه یاده سیمه کښې د سوات پولیسو ،ایلیټ فورس او سي ټي ډي په ګډه عملیات پیل کړي دي چې هغه ترهګر ونیسي چې تښتیدلي دي.

دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشی چې نن د نهې په ورځ د شپې وختي د خیبر پښتونخوا په ضم ضلع باوجوړ کې هم وسله والو په لوی ماموند پولیس تهاڼه باندې برید وکړو چې په ترڅ کې ی ایس ایچ او سره څلور پولیس اهلکار ټپیان شول.

پولسو د وسله والو د برید په میړانه سره ځواب ورکړو او په وسله والو ی ځوابې ډزې پیل کړې او د پولیسو د ځوابي ډزو ورسته وسله والي په تیښته کې بریالي شول.

د ډزو له امله څلور پولیس اهلکار ټپی شول،د پولیسو سرچینو ترمخه په ټپیانو کې د لوی ماموند تهاڼې ایس ایچ او فضل رحمان، او نور درې پولیس اهلکار شاکر، طورسم، او محمد حسن شامل دي. د سرچینو ترمخه ټپي شوي اهلکار هیډکوارټر هسپتال ښار ته رسول شوي دي.

ددې خبرې باید یادونه وشی چې په اسلام آباد کې د یوې ادارې

PICSS, Pakistani Institute of Conflict and Security studies

د پاکستان شخړو او امنیتي څیړنو ادارې له لوري په خپور شوي یو رپوټ کې ویل شوي چې په ملک کې د اپریل میاشتې په مقابله کې د می په میاشت کې په بریدونو کې ۵ پینځه سلنه زیاتوالي راغلې دې.

په رپورټ کې وای چې د هیواد دوه صوبې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ترهګرې پیښو په اړه تر ټولو زیات اغېزمنې صوبې پاتې شوې، په رپورټ کې وایی چې د ټول هېواد له ۸۵ بریدونو څخه ۸۲ هم دې صوبو کې ترسره شوي دي.

د خپور شوی رپورټ مطابق د خیبر پښتونخوا په اصلي برخو (پرته له قبایلي سیمو) کې ۲۵ وسله‌وال بریدونه وشول، چې له امله یې ۱۴ کسان ووژل شول، چې پکې ۱۰ امنیتي سرتېري، او دوه، دوه ولسي وګړي او وسله‌وال شامل دي. ۲۴ کسان ژوبل شوي، چې پکې ۱۲ امنیتي سرتېري، ۹ ولسي وګړي، او درې وسله‌وال شامل دي.

د شخړو د څیړنې په رپورټ کې زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو (پخوانۍ فاټا) په ۲۲ بریدونو کې ۴۵ کسان ووژل شول، چې پکې ۲۳ امنیتي سرتېري، ۱۲ ولسي وګړي، شپږ وسله‌وال، او د سولې د کمېټې څلور غړي هم شامل دي.

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *