تازه خبرونه

د هند جارحيت اود پاکستان سفارتي مشن،نيويارک کښې پارليماني وفد مهم ملاقاتونه

پاکستان او چين سيمه کښې د جارحيت او يک طرفه اقداماتو مخالفت کړې،بلاول
د هندوستان جارحيت خلاف د پاکستان کامياب سفارتي حکمت عملي

پاکستان د هندجارحيت نه نړي وال ملکونه خبر کړيدي

د پاکستان خلاف د هندوستان پروپګنډا او بے بنياده الزامات نړي ته په ډاګه کولو لپاره په سفارتي کچ د پاکستان کوششونه جاري دي، د پيپلزپارټۍ چيئيرمين بلاول بهټو زرداري په مشرۍ کښې امريکې ته تلي نهه کسيزه وفد په نيويارک کښې د سلامتي کونسل د مختلف ملکونو د نمائندګانو سره ملاقاتونه کړيدي او ورسره ئې د جنوبي ايشيا په صورتحال او د پاکستان او هندوستان ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي په معاملو خبري کړيدي ۔ پاکستاني وفد د پهلګام حملې نه پس د پاکستان خلاف د هند حکومت د مهم او بغير د څه اشتعال د پاکستان په مختلف ښارونو حملې او د دې په رد عمل کښې د پاکستان جوابي کارروائۍ نه د سلامتي کونسل غړي خبر کړيدي او په ټولو واقعاتو ئې ورته تفصيلي بريفنګ ورکړېدے۔ پاکستاني وفد د متحده قامونو لپاره د او آئي سي سفيرانو سره هم ملاقات کړېدے او ورسره ئې د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړېدي،په دې موقع بلاول ووئيل چې نريندر مودي د پهلګام واقعې تحقيقات کوؤلو نه بغير په پاکستان تورونه ولګول او وروستو ئې د پاکستان کښې په جوماتونو او د عام خلکو په ودانو حملې وکړې او بے ګناه کسان ئې شهيد کړل ۔ د متحده قامونو لپاره د امريکې مستقل مندوب ډوروتهي شيا سره هم پاکستاني وفد ليده کاته کړيدي ۔ امريکني وفد سره ملاقات دوران بلاول بهټو زرداري د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندۍ په حواله د صدر ډونلډ ټرمپ کوششونو ستائيلي دي او د امريکني واکمنو شکريه ئې ادا کړيده ۔ بلاول د امريکې او نړي والې ورورولۍ نه مطالبه کړيده چې د هندوستان لخوا سند طاس معاهده معطل کولو نوټس دې واخلي ۔ د دې ملاقاتونو وروستو په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې بلاول بهټو زرداري دا ملاقاتونه ګټه ور بللي دي او وئيلي ئي دي چې د متحده قامونو او سلامتي کونسل ممبران ئې د هند د جارحيت نه خبر کړيدي ۔ د بلاول بيان ترمخه د چين مندوب فوکانګ د سيمې امن او استحکام لپاره د پاکستان کوششونو ستائينه کړيده او دواړو ملکونو د هر قسم جارحيت مخالفت کولو باندې اتفاق کړېدے

Related Articles

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

سرچینې وایی چې چاوندنه کې د چین یغور ولایت یو مسلمان وګړي ژوند له لاسه ورکړې دې

January 19, 2026

یو لور ته افغان طالبان ادعاوی کوي چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي خو بل لو د افغانستان په کونړ کې د ټي ټي ، جماعت الاحرار او ګل بهار ډلو کې نوې ګمارنې پیل شوي

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *