اسلاماباد: د روان کال ۲۰۲۵ په مې میاشت کې په پاکستان کې وسلهوالو برید ونو کې یو څه زیاتوالی راغلی دې ، سره له دې چې له ګاونډي هند سره د یو لوی پوځي تاوتریخوالي باوجود، وسله والو ډلو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالې نه دې لیدل شوې .
په اسلام آباد کې د یوې ادارې
PICSS, Pakistani Institute of Conflict and Security studies
د پاکستان شخړو او امنیتي څیړنو ادارې له لوري په خپور شوي یو رپوټ کې وایی چې د اپریل میاشتې په مقابله کې په بریدونو کې ۵ پینځه سلنه زیاتوالي راغلې دې، په داسې وخت کې چې وسله والې ډلې د سیمه ایز کړکیچن وضعیت پرته هم په کنټرول کښې ساتل شوي دي.
د میاشتنې امنیتي جایزې ترمخه په پینځمه میاشت مې کې ۸۵ وسله وال بریدونه ثبت شوي چې دا د اپریل له ۸۱ د بریدونه څخه یو څخه زیاته شمیره ده.
ددې ادارې د دفتر څخه خپور شوي راپور له مخه په دغو پېښو کې ۱۱۳ کسان وژل شوي دي، چې پکې ۵۲ د امنیتي ځواکونو سرتېري، ۴۶ ولسي وګړي، ۱۱ وسلهوال، او د سولې د کمېټو څلور غړي هم شامل دي. همداراز، ۱۸۲ کسان ژوبل شوي دي، چې پکې ۱۳۰ ولسي وګړي، ۴۷ امنیتي سرتېري، څلور وسلهوال او د سولې د کمېټې یو غړی هم شامل دي . .
که څه هم دا بریدونه یواځې لږ زیات شوي، خو د شمېر ژور تحلیل ځینې اندېښمنوونکي ټکي راښکاره کوي.
په رپورټ کې زیاتوي چې د امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه ۷۳ سلنه لوړه شوې، چې دا د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو پر وړاندې د دوامدار ګواښ څرګندونه کوي. .
د ولسي وګړو ژوبلې هم ۱۴۵ سلنه زیاته شوې، چې له اپرېل میاشتې د ۵۳ کسانو څخه ۱۳۰ ته رسېدلې، او دا ښيي چې وسلهوال فعالیتونه او بریدونه پر عامو خلکو زیات اغېز لري. برعکس، د امنیتي سرتېرو ژوبلې ۲۰ سلنه کمې شوې، چې له ۵۹ څخه ۴۷ ته راټیټې شوې. .
د مې میاشتې په جریان کې د امنیتي ځواکونو له لورې ترسره شوو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۹ وسلهوال وژل شوي، پداسې حال کې چې پنځه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.
همداراز، اووه امنیتي سرتېري او پنځه وسلهوال ژوبل شوي. امنیتي ځواکونو د بېلابېلو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ مشکوک وسلهوال هم نیولي دي.
د وسلهوالو بریدونو او د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ګډه، د مې میاشتې د تلفاتو ټولیز شمېر ۱۷۲ کسانو ته رسېږي، چې پکې ۵۷ امنیتي سرتېري، ۶۵ وسلهوال، ۴۶ ولسي وګړي، او د سولې د کمېټو څلور غړي شامل دي.
ټول ټال ۱۹۴ کسان ژوبل شوي دي، چې پکې ۱۳۰ ولسي وګړي، ۵۴ امنیتي سرتېري، نهه وسلهوال او د سولې د کمېټې یو غړی شامل دي. په رپورټ کښې زیاتوي چې وسلهوالو په دې میاشت کې لږ تر لږه ۱۹ کسان تښتولي هم دي .
د مې میاشتې په امنیتي وضعیت کې یو مهم ټکی د امنیتي سرتېرو د تلفاتو ۷۸ سلنه زیاتوالی و، چې دا د وسلهوالو د تلفاتو له ۶۸ سلنه کمښت سره پرتله شوی.
یادونې وړ ده چې مې میاشت د اکتوبر ۲۰۲۴ راهیسې لومړنۍ میاشت وه چې پکې د وسلهوالو مرګ ژوبله یوازې دوه رقمي شمېر (۶۵) ته رسېده، چې دا له اپرېل میاشتې د ۲۰۳ تلفاتو په پرتله ښکته شوې شمېر ده.
د هیواد دوه صوبې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ددې هېواد تر ټولو زیات اغېزمنې صوبې پاتې شوې، چې د ټول هېواد له ۸۵ بریدونو څخه ۸۲ یې همدلته شوي دي. بلوچستان تر ټولو زیات تاوتریخوالی ولیدلو، چې پکې ۳۵ وسلهوال بریدونه شوي، او ۵۱ کسان پکې وژل شوي.
رپورټ وایی چې په دې وژلو کسان کې ۳۰ ولسي وګړي، ۱۸ امنیتي سرتېري، او درې وسلهوال شامل دي.
د وژلو کسانو سره سره ۱۰۰ کسان ژوبل شوي، چې ۹۴ ولسي وګړي، پنځه امنیتي سرتېري، او یو وسلهوال هم پکې شامل دي .
وسلهوالو په دې صوبه کې ۹ کسان تښتولي هم دي. په رپورټ کې دي چې یوه دردناکه پېښه په خضدار کې وشوه، چې پکې د پوځ د یو ښوونځي بس ټارګټ کړې شو، په برید کې اته ماشومان (زیاتې اً نجونې) او د ښوونځي دوه کارکوونکي ووژل شول، او ۳۵ نور کسان ژوبل شول.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو (پخواني فاټا) په ۲۲ بریدونو کې ۴۵ کسان ووژل شول، چې پکې ۲۳ امنیتي سرتېري، ۱۲ ولسي وګړي، شپږ وسلهوال، او د سولې د کمېټې څلور غړي شامل دي.
سربېره پر دې، ۵۸ کسان ژوبل شوي، چې پکې ۳۰ امنیتي سرتېري، ۲۷ ولسي وګړي، او د سولې د کمېټې یو غړی شامل دي.
په شمالي وزیرستان کې یوه جنجالي کوادکوپټر برید کې څلور ماشومان ووژل شول، چې پراخ ولسي اعتراضونه یې راپارولي. امنیتي ځواکونو تور پورې کړ چې دا برید وسلهوالو کړې دې خو عامو خلکو ددې برید په اړه د یوې آزادې څېړنې غوښتنه وکړه. .
په خیبر پښتونخوا اصلي برخو (قبایلي سیمو پرته) کې ۲۵ وسلهوال بریدونه وشول، چې له امله یې ۱۴ کسان ووژل شول، چې پکې ۱۰ امنیتي سرتېري، او دوه، دوه ولسي وګړي او وسلهوال شامل دي. ۲۴ کسان ژوبل شوي، چې پکې ۱۲ امنیتي سرتېري، ۹ ولسي وګړي، او درې وسلهوال شامل دي.
د ادارې په رپورټ کې وایی چې په سند کې درې وسلهوال بریدونه شوي، چې پکې دوه ولسي وګړي او یو امنیتي سرتېری وژل شوي دي .
د بریدونو په اړه وایی چې په ګلګت بلتستان کې هیڅ کوم برید نه دې ترسره شوې. په رپورټ کې زیاتوي چې په آزاد جمو کشمیر، پنجاب کې د وسله والو د نیولو تر ټولو لوړه شمیره ثبت شوي ده ، په رپورټ کښې وایی چې ۳۹ شکمن کسنا د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ونیل شول.
امینتي اهلکارو په راولاکوټ کې هم عملیات ترسره کړل او څلور وسله وای ی اووژل چې د کالعدم ډلې تحریک طالبان پاکستان سره ی تړاو لرل.