تازه خبرونه

روس ۔ يوکرائن جنګ کښې شدت،په ماسکو د يوکرائن ډرون حملې،جنګي الوتکې تباه کولو دعوي

يوکرائن او اتحادي ملکونو له موثره جواب ورکولو وخت راغلې،پوټن
يوکرائن شخړه،حملو کښې شدت نه پس استنبول کښې مذاکرات

د روس او يوکرائن ترمينځ روان جنګ درې کالو نه زيات وخت شوېدے دواړه ملکونو فوج وخت په وخت په يو بل حملې کوي چې پکښې زرګونو شمير کښې خلکو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده، امريکني صدر ډونلډ ټرمپ لخوا فريقينو ترمينځ جنګ بندې کوششونه اوسه پورې کامياب شويدي۔ او دوه ورځو راهسې په جهګړې کښې نور هم شدت راغلې دے، يوکرائن د ماسکو بشمول د روس په مختلفو سيمو ډرون حملې کړيدي، د يوکرائن صدر زيلنسکي وئيلي دي چې په روس ئې يوسل اوولس ډرون حملې کړېدي چې پکښې جنګي الوتکې په نښه کړې شوي وو او د دې حملو لوجې څلويښت الوتکې تباه کړي شويدي ۔ يوکرائن دې حملو لپاره د سپائډرويب نوم ورکړېدے ۔ د يوکرائن صدر وائي چې خپل دفاع لپاره په روس د حملو تيارې ئې اتلس مياشتو راهسې کولو او د روس د جارحيت جواب ورکولو دا ښه موقع وه ۔ د روس وزارت دفاع په فضائي اډو د يوکرائن ډرون حملو تصديق کړې او وئيلي ئي دي چې دې حملو کښې ځني الوتکو ته نقصان رسيدلې دے ۔ د يوکرائن د حملې په جواب کښې روس هم د يوکرائن په مختلفو سيمو ميزائيلو حملې کړيدي،د حملے نه پس سلامتي کونسل هنګامي اجلاس ته وينا په وخت د روس صدر ولادي مير پوټن وئيلي دي چې د جنګ بندې مذاکراتو دوران د يوکرائن په روس حمله د دوي لويه غلطي وه اوس وخت راغلي دے چې يوکرائن او اتحادي ملکونو ته سخت جواب ورکړو۔ دواړو فريقينو ترمينځ تاؤ تريخوالي کښې د اضافې نه پس د ترکيه استنبول ښار کښې د مذاکراتو بل راونډ کيږي۔ د يوکرائن خارجه وزارت ترجمان وائي چې روس سره د خبرو لپاره د يوکرائن وفد استنبول ته رسيدلي دے

Related Articles

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګریزې ډلې ملکي وګړي هدف ګرځوي، څو ټولنې خاموشې کړي او د استخباراتي معلوماتو شریکول ګډوډ کړي

February 10, 2026

په پنجاب کې کورنۍ د بلوچستان وسله‌والو له لوري وژل شویو ملکي وګړو په خاطر ژړا کوي، قومي تورونه ردوي او پر یووالي ټینګار کوي

February 10, 2026

اسلام‌اباد د ۲–۶ فبروري ۲۰۲۶ په ترڅ کې د غړو هېوادونو د افراطیت ځپلو کسانو د بیا ادغام لپاره د IMCTC پروګرام کوربه‌توب کوي

February 10, 2026

تاریخي ادعاوې ښيي چې د نور ولي محسود نیکه د برتانوي راج لپاره مخبر و، چې د TTP د مشر ایډیالوژیکه کیسه تر پوښتنې لاندې راولي

February 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *