تازه خبرونه

پاکستان لپاره بل اعزاز، ارشد نديم ايشين ايتهليټکس چيمپئين شپ کښې د سرو تمغه ګټلې

جيولن تهرو فائنل مرحله کښې قامي هيرو ارشد نديم کاميابي ترلاسه کړې

1 min read

پيرس اولمپک نه پس ايشين چيمپئين ګيمز کښې د ارشد نديم تاريخي کاميابي

May 31, 2025

جنوبي کوريا کښې د ايشين چيمپئين شپ په مقابلو کښې د جيولن تهرو مقابله کښې د پاکستان لوبغاړي ارشد نديم د غوره کارکردګۍ مظاهره کړيده او دا ټائيټل ئې په خپل نوم کړېدے۔ ارشد نديم پنځمه تهرو شپږ اتيا اعشاريه څلويښت ميټر وه چې د هغې لوجې ئې دا مقابله ګټلې ده ۔ بهارتي لوبغاړي سچن ياديو په دې مقابله کښې په دوئم نمبر راغلې او د جنوبي کوريا سره تعلق لرونکې لوبغاړې په دريم نمبر راغلې دے ۔ فائنل مرحله کښې دولس لوبغاړو برخه اخستې وه ۔ د مقابلو په ابتدائي مرحله کښې ارشد نديم د تهرو کولو سپيډ کم وو ولې په څلورمه او پنځمه مرحله کښې هغه تر لرې پورې تهرو کړې وه ۔ ايشين چيمپئين جوړيدو باندې صدر آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف او د پاکستان نور حکومتي مشرانو ارشد نديم له مبارکي ورکړې او دا ئې د پاکستان لپاره لوئې اعزاز ګرځولي دے۔ دې نه مخکښې ارشد نديم تير کال پيرس کښې شوي اولمپک په مقابلو کښې د سرو زرو تمغه ګټلې وه ۔ ارشد نديم په فائنل مرحله کښې دوه نوي اعشاريه اووه نوي ميټر پورې تهرو کړې وه او ريکارډ ئې جوړ کړي وو۔ اولمپګ ګيمز کښې ګولډ ميډل ګټلو نه پس پاکستان ارشد نديم قامي هيرو ګرځولي دے ۔ د ارشد نديم تعلق د پنجاب د ميا چنو علاقې سره دے او هغه په واپډا محکمه کښې نوکري کوي

Related Articles

له روس څخه د تیل وړونکي کارګو اورګاړې د افغانستان هرات ولایت ته رارسیدلې دې

December 10, 2025

افغان طالبان وایی چې له کابل څخه خپلو ولایتونو ته لیږل شوو کورنیو ته ۱۰۳۶۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه

December 10, 2025

په مزار شریف کی یو ټولنیز مشر وژل کېدل په شمالي ولایتونو کې د هدفي بریدونو زیاتوالی ښيي

December 9, 2025

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي

December 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *