لنډي کوتل کې د مارشل آرټس اکیډمي چې د پاکستان او افغانستان د اولسونو یوبل ته رانزدې کولو لپاره فعاله ونډه لري
نډي کوتل: پاک افغان پوله تورخم ته نژدې د جاپاني سټایل کیوکوشن کان کراټې اکیډمي، د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ د مینې، دوستۍ او یووالي لپاره یوه مهمه او فعاله ونډه ادا کوي.
دغه مارشل آرټس اکاډمي له تېرو دیرشو کلونو راهیسې په لنډي کوتل کې ځوانانو ته جسماني او ذهني روزنه ورکوي، او دا هڅه کوي چې ځوانان له ناسمو کړنو او د نشهيي توکو له استعماله وساتي او خپل ژوند په امن او خوشحالۍ کښې تیر کړي.
دا اکهډمي د نور اسلم شینواري له خوا پرمخ وړل کېږي،ځوانانږ په دې اکیډیمۍ کښې روزنه کیږي.
نوراسلم شینواري د کیوکوشن کان کراټې جاپان مستند ټرېنر او د پاکستان لپاره د برانچ مشر (برانچ چيف) دې.
هغه اوویل چې زمونږ له اکیډمۍ څخه لسګونه افغان ځوانان فارغ شوي، چې اوس د نړیوالو سیالیو په کچه د افغانستان استازیتوب کوي او د افغانستان نوم په نړۍ کښې روښانه کوي او خلقو ته افغانستان د یو پرامن ،خوشحال او آزاد هیواد په توګه ورپیژني.
هغه وویل، همدا تېره ورځ د افغانستان ننګرهارڅخه زمونږ د اکیډیمۍ څخه یو فارغشوی شاګرد، مقبول شاه د یادې اکیډمۍ دوره وکړه.
د نوموړي په وینا، مقبول شاه د ننګرهار اوسېدونکی دی او د کیوکوشن کان کراټې جاپان د افغانستان لپاره د هېواد مشر یا برانچ چيف دی، چې دا زمونږ لپاره، د لنډي کوتل اکیډمۍ او په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره یو لوی ویاړ دې.
هغه زیاته کړه، همدا مقبول شاه د ایشیا اتل دی او د افغانستان په استازیتوب یې د قزاقستان په یوه نړیوال کیوکشن کان کراټې ټورنامنټ کښې برخه واخستله ،بریای ترلاسه کړه او د ایشیا اتل په توګه په دې سیالیو کښې بریالۍ شو.
نوموړي وویل، زموږ د اکاډمۍ هدف دا دی چې دلته ځوانان له نشهيي توکو وژغورل شي، او مونږ د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ د نږدې والي لپاره خپله ونډه ادا کړو. هغه دا خبره بیا تکرار کړه چې مونږ تر ډېره په دې کار کې بریالي شوي یو، ځکه چې زمونږ ډېر پخواني شاګردان وخت پر وخت اکیډمۍ ته راځي، چې دا پخپله دا ثبوت دی چې د پاکستان او افغانستان اولسونو یو بل ته نزدې شوي، او دا د همدې اکیډیمۍ برکت دې چې نن هم ددې اکیډمۍ نه فارغ شوې،دلته راځي او په نړۍ کښې هم د دواړو هیوادونو له لوري د امن پیغام وړاندې کوي.
هغه وویل، مقبول شاه ددې اکیډمۍ ته په راتګ ژمنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو او خلکو ترمنځ به د یو پُل رول ادا کوي، څو دواړه ولسونه یو بل ته نزدې شي او د سولې او خوښۍ پیغام یو بل ته ورسوي.
دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشي چې نور اسلم شینواري د نړیوالو سیالیو په سطحه په بېلابېلو هېوادونو کې د پاکستان استازیتوب کړی، او د پښتنو قبایلي سیمو له لارې یې نړۍ ته د سولې او پرمختګ پیغام ورکړی. .
د نور اسلم شینواري په وینا، هغه د کیوکوشن کان کراټې جاپان تر چتر لاندې په جاپان، مالیزیا، او تهایلنډ کې د پاکستان استازیتوب کړی او ددې خاورې د اولسونو له لوري د نړۍ ته د امن او خوشحالي پیغام ورکړې. .
نوموړي زیاته کړه چې د همدې اکیډیمۍ دوه ځوان لوبغاړي، حماد نذیر شینواري او تحسین الله شینواري هم په دې لنډو تیرو ورځو کې د روس په ماسکو ښار کې، د کیوکوشن کان کراټې ملي کپ کې برخه واخسته او د پاکستان نمایندګي ی وکړه . .
هغه وویل، مونږ دا اکیډمي په خپله مرسته چلوو او د ودانۍ د میاشتې کرایه هم ډېر مشکله سره پوره کوو. نوموړي له اړوندو حکومتي ادارو وغوښتل چې زمونږ له لوبغاړو سره باید بشپړه مرستې او همکاري وشی او د اکیډمۍ د ودانۍ میاشتنۍ کرایه په اړه دې مونږ سره بشپړه مرستې وشي.



